افغانستان

حکمتیار: افغانستان د ټاکنو د ترسره کولو هیڅ واک نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي رئیس « ګلبدین حکمتیار» وايي، افغانستان د ټاکنو په برخه کې خپلواک نه دی او د ټاکنو وخت او څرنګوالی پکې د بهرنیانو له لوري مشخص کېږي.

حکمتیار چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل « افغانستان د مجاهدینو کور او سنګر دی نو ځکه یې باید برخلیک هم د هغوی په لاس وټاکل شي».

نوموړي زیاته کړه « په اوسني وخت کې هیڅ داسې مرجع شتون نلري چې د افغانستان استازیتوب دې وکړي، ارګ، کابینه، ولسي جرګه او بالاخره هیڅ مقام د افغانستان د خلګو لپاره مشروعیت نلري».

حکمتیار له دې سره، سره ادعا وکړه چې، بهرنیانو په ځانګړي ډول امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر مصرف کړل خو هیڅ هدف ته ونه رسېدل.

د حزب اسلامي رئیس داسې مهال د افغانستان د ټاکنو واک د بهرنیانو په ګوتو کې شمېري چې، ټاکنې رانږدې شوي او خپله ښاغلی حکمتیار هم د افغانستان د ولسمشر ټاکل کېدو په هیله پکې برخه لري.

په ورته وخت کې، نوموړی په داسې حال کې د ارګ په ګډون ټول رسمی ادرسونه نامشروع بولي چې، نوموړي کابو دوه کاله وړاندې د همدې ارګ سره د تفاهم تر لاسلیک وروسته له وسلوالې مبارزې لاس واخست او د ارګ له وعدو سره مل کابل ته راورسېد.

حکمتیار وخت ناوخت په ګډ حکومت تور پورې کوي چې، له نوموړي سره کړې وعدې یوازې د کاغذ په مخ پاتې شوي او ورسره منل شوي امتیازات ورته رسېدلي ندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hidayat shinwaray

د جکومتیار څخه هم د کونډی سځه جوڔه شوی د کوم وخت څخه چی دی کابل ته راغلی په شکایتو باندی شروع یی کڔی.
دغه د جهاد ټیکدار لکه د سیاف غدار په شان د خلکو په غولولو کی ډیر زیات مهارت لری.
په حقیقت کی دی خپل ځان د خلکو استازی گڼی او بل چا ته دا حق نه ورکوی چی د افغانستان د مظلم ملت استازیتوب وکڕی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close