د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي وفات شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د مصر پخوانی ولسمشر ډاکټر محمد مرسي له څو کلنو زندان تيرولو وروسته د محکمې پر مهال وفات شو.

د مصر دولتي تلويزيون خبر ورکړ چې محمد مرسي نن د محکمې پر مهال لومړی ضعف شو او له هغې وروسته يې ساه ورکړه.

محمد مرسي د ۲۰۱۲ د جولايي په ۳۰ مه نېټه د ټاکنو له لارې د مصر د ولسمشر په توګه وټاکل شو؛ خو يو کال وروسته پرې د مصر د پوځ مشر عبدالفتاح السيسي له لوري کودتاه وشوه او نوموړی يې زنداني کړ.

۶۷ کلن مرسي له کودتاه وروسته د اخوان المسلمين له ګڼو نورو مشرانو او غړو سره يو ځای زنداني شو او د هغه هيواد په زندانونو کې يې له سختو شکنجو لاندې ژوند تير کړ.

محمد مرسي د مصر لومړی ولسمشر و چې د ولسي پاڅون وروسته د ازادو ټاکنو له لارې واک ته ورسېد، له دې وړاندې په دغه هيواد کې د حسنی مبارک په مشرۍ د پوځي حکومت راج و.

تر اوسه د اخوان المسلمين ګوند د نوموړي د مړينې په اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فدامحم نومير
میلمه
فدامحم نومير

انالله وانااليه راجعون ط
الله سبحان وتعالی دي د محمد مرسي شهادت په خپل دربارکي قبول ولري .
قهار رب دي د مصر نني فرعونان په خپل غضب سره محوه او نابود کړي. امين يا رب العالمين

جميل
میلمه
جميل

انا لله و انا اليه راجعون داچی د خاينو فاسقانو له لوری و وژل شو الله(ج) دی ښه ورسره وکړی . هغه نظام دوی غوښته چی هغه هم اسلام وی او هم ډيموکراسی ، ږيره خپله پريږدم خو نکټايی بيا ستا قبلوم ، مسجدو ته ځم خو انتخابات بيا ستا کوم ، حجاب خپل کوم خو ستا د بربنډتوب ممانعت نه کوم ،….. که اخوان دی که حماس دی او که نور، تر څوچی يی پر خپل خالق توکل او جهاد نه وی کړی عزتمن او خپلواک به نشی ، غاصب دښمن هم خر ندی چی په ډيموکراسی او په… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

إنا لله وإنا إليه راجعون.
االله د شهادت قبول کړی. اوس به ګورو چه کوم ډله مسلمانان به د هغه غایبانه جنازه وکړی. حکمتیار، طالبان او که شمالی ټلواله؟

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

الله سبحانه و تعالی دی مرسی د ښو او منلو خلګو په ډله کی محشور کی.د استعمارګرانو او توطئه ګرانو او د بشر د حقوقو او دموکراسی د دروغجنو سُرناچانو مخ دی په دواړو جهان تور سی.