برتانیا له افغانستان سره «۲۱۵» میلیونه ډالر مرسته کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷غبرګولی، ۱۳۹۸ل): برتانیا ته د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» له سفر سره جوخت یاد هیواد له افغانستان سره د پنځو کلونو په دوران کې د ۱۷۰ میلیونه پونډه مرستې اعلان کړی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، یاده مرسته به د اوبو، روغتیايي خدمتونو او غذایي توکو د رسولو په چارو کې ولګول شي.

د برتانیې د نړیوالې پرمختیا د ادارې مرستیال «سټيوارټ» له محمد اشرف غني سره د خپلې لیدنې په مهال وویل « په افغانستان کې جنګ او تشدد میلیونونه خلګ له لوږې سره مخ کړي چې، له امله یې برتانیا د یادې مرستې له لارې غواړي د انسانانو د ژوند د ساتلو په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي».

نوموړي زیاته کړه « دا مهال ۱.۳ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او ددې لپاره څو یقیني شي دوی او کورنۍ یې له لوږې نه کړېږي؛ بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري».

د ګډ حکومت مشر دا مهال د برتانیې هیواد په رسمي بلنه لندن ښار ته رسېدلی او هلته یې ددې هیواد د لوړپوړو چارواکو تر څنګ د برتانیا له لومړۍ وزیرې سره هم لیدلي او له نوموړې سره په افغان سوله او ټاکنو غږېدلی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د