د مصر حکومت د مرسي جسد د هغه کورنۍ ته نه سپاري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د مصر لويې څارنوالۍ ويلي، چې د مصر د پخواني منتخب ولسمشر له مړينې وروسته د هغه عدلي طب څېړنې بشپړې شوي، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي او د هغه د جسد ښخولو امر يې کړی دی.

عربي رسنۍ وايي، د لويې څارنوالۍ د امر سربېره د مصر استخبارات د محمد مرسي جسد د هغه کورنۍ ته نه ورکوي.

رسنیو ويلي، چې استخبارات ټنيګار کوي، چې مرسي دې د پلازمېنېې قاهرې په شمال نصر سيمې  په عامې هديرې کې په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شي، چې يوازې  دوه زامن به يې په جنازه کې ګډون کوي او د هغه مېرمن او نور اولادونه يې د جسد له ليدو منعه کړي دي

د مرسي زوی عبدالله مرسي وايي، امنيتي ادارې د هغه د پلار جسد نه ورسپاري او دا غوښتنه يې نه مني، چې نوموړی دې شرقيه ولايت کې د خپلې مور څنګ ته په خپلې پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شي.

عبدالله مرسي رویټرز خبري اژانس ته ويلي، چې دوی لا هم د خپل پلار د جسد په اړه معلومات نه لري، چې چېرته دی او چارواکو سره يوازې د مدافع وکيلانو په واسطه اړيکه نيسي.

سرچينې وايي، د استخباراتو له پرېکړې وروسته د قاهرې ختيځ نصر ښار په هديره کې ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي دي او دغې هديرې ته څوک نه ورپرېښودل کيږي.

د يادونې وړ ده، چې د مصر اول منتخب ولسمشر دوکتور محمد مرسي تېره ورځ د محاکمې  پر مهال پر ځمکه راپرېوت او وفات شو.

ډېری خبريالان او کارپوهان وايي، چې هغه وژل شوی دی.

مصری خبريال معتز مطر وايي، چې ديکتاتور ولسمشر عبدالفتاح السيسي محمد مرسي ته په خوراک زهرجن مواد ورکړي دي او هغه يې وژلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د