اخوان المسلمين: محمد مرسي په خپل مرګ نه دی مړ، بلکې وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): اخوان المسلمين ګوند وايي، چې د مصر په تاريخ کې لومړنی منتخب ولسمشر له اوو کالو زندان وروسته د حاکم رژيم له لوري وژل شوی او له مصريانو يې غوښتي، چې د هغه په جنازه کې ګډون وکړي.

د اخوان المسلمين له مرکزي دفتره رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مرسي په خپل مرګ نه، بلکې د حاکم نظام له لوري وژل شوی او غوښتنه يې کړې، چې بهرنيو هېوادونو کې مېشت مصریان دې د مصر سفارتونو مخته لاريونونه او مظاهرې وکړي.

د مصر لومړنی منتخب ولسمشر دوکتور محمد مرسي تېره ورځ د محاکمې پر مهال بې هوشه او هماغلته وفات شو.

د مصر حکومت وايي، چې مرسي د زړه سکتې له امله وفات شوی، خو د هغه کورنۍ، اخوان المسلمين او کارپوهان وايي، چې نوموړی په قصدي ډول وژل شوی دی.

د هغه زوی عبدالله مرسي وايي، پلار يې د شکرې او زړه ناروغي درلوده، خو حکومت د درملنې اجازه نه ورکوله او له هر ډول بشري حقونو محروم ساتل شوی و.

مصری خبريال معتز مطر ويلي، چې ديکتاتور ولسمشر عبدالفتاح السيسي محمد مرسي ته په خوراک زهرجن مواد ورکړي دي او هغه يې وژلی دی.

د بشري حقونو د څارنوال نړیواله اداره هم وايي، د مصر حکومت د مرسي د مړينې مسؤول دی؛ ځکه چې حکومت هېڅ ډول طبي او بشري اسانتياوې نه وې ورکړې او د بنديانو له ټولو حقونو بې برخې ساتل شوی و.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

په دنیا د ننګیالو دی دا دوه خویه
یا به وخوری ککری یا به کامران شی

الله د شهادت قبول کړه. ډیر می زړه در پسی خفه شو.