عمران خان وایی پښتون یم کیدای شي کوم اقدام باندي لاس پوری کړم

imran_khan_wiht_cap (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۴) پیښور: عمران خان اوس اوس دپیښور په ښارکي دډرون بریدونو په خلاف یولویی غونډی ته وینا کوي، عمران خان دخپلو خبرو په مهال زیاته کړه، زما په بدن کی دپښتنو وینه ده کیدای شی دهیواد دساتلو او ازادي په خاطر په کوم اقدام لاس پوري کړم، نوموړي زیاته کړه زمونږ مشران بی غیرته شوی دي او دویري له کبله امریکایانو ته څه نشي ویلای، عمران وویل داڅرنګه مشرتوب دي چي بهرنیانو ته یی اجازه ورکړې ده تر څو پرهیواد والو بمونه و اوروی او شهیدان یی کړي

، نوموړي زیاته کړه دپاکستان حاکمان غافله دی دهغه خلګو درد نشي حس کولای دچا چي د زړه ټوټي دبهرنیانو په بمباریو کي وژل کیږي، عمران خان دخلګو دعوامي ګوند پرمشر اسفند یار ولي غږ وکړ، پښتون یی راپورته شه نړیوالو ته اصلي پښتونوالی وښیه.

عمران خان صبا ته داسلام اباد په لور دلانګ مارچ خبره وکړه، ماروي میمن او جاوید هاشمی ورسره دملګرتیا ژمنه وکړه.

عمران خان د پاکستان دټولو سیاسي ګوندونومشرانوته بلنه ورکړه چي د ډرون بریدونو په خلاف صبا ته په جلوس کي ورسره ګډون وکړي، نوموړي زیاته کړه اوس به مالومه شي چي پاکستان کي څوک ازاد اوڅو ک غلامان دي، عمران زیاته کړه ټوله شپه به له ملګرو سره په دغه میدان کي تیروم او سهار به داسلام اباد په لور لانګ مارچ رهبري کوم، نوموړي روښانه کړه ملت نور غلام دماغه مشران نشی زغملای، اوقوم راپورته شوی دي ترڅو دهیواد خاینان په هغه لور وشړي چیري چي یی پیسی جمع کړی دي.

بخت الرحمن بخت ……………….نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د