محمد اشرف غني د برتانیې له دفاع وزیرې سره لیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر « محمد اشرف غني» برتانیا ته د خپل وروستي په ترڅ کې ددې هیواد له دفاع وزیرې «پیني موردانټ» سره لیدلي او ددولتي سرتېرو د تجهیز په برخه کې یې له نوموړې مرسته غوښتې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي «د هیواد جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول خاصو قطعاتو لپاره د برتانیې حکومت د همکاریو مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په  بنسټونو کې اصلاحاتو نتیجه ورکړی ده. جمهوررئیس غني زیاته کړه، افغان پولیس د مسلکي کېدو په حال کې دي او په دې  برخه کې یې د برتانیې د دفاع وزارت څخه د لازیاتو همکاريوغوښته وکړه».

اعلامیه وړاندې زیاتوي «اغلې پیني موردانټ جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د اصلاحاتو قدرداني وکړه او وې ویل، هیواد به یې بین المللي تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تجهیز او تمویل ته ادامه ورکړي».

برتانیا داسې مهال د ګډ حکومت مشر ته د دولتي سرتېرو د تمویل او تجهیز ژمنه ورکوي، چې د طالب او امریکايي استازو تر منځ خبرې توافق ته په لنډه فاصله کې ښکاري او تر ډېره تمه ده چې، دواړه لوري له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سلا شي.

د شنونکو په باور؛ که چېرې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، د ناټو په سازمان کې راټول هیوادونه به بیا په افغانستان کې له نظام سره مرسته ونکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د