شاه محمود قریشي: باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» چې دا مهال برتانیا ته په یو رسمي سفر تللی، له خپل امریکايي سیال «مایک پمپیو» سره د تلیفون له لارې په افغان سوله غږېدلی.

د پاکستاني رسنیو له راپورونو سره سم، قریشي او مایک پمپیو په ګډه د افغان بیا رغونې په پروسه خبرې کړې او دواړو لورو ژمنه  کړې چې د یو سوله ئیز افغانستان لپاره به په ګډه کار کوي.

شاه محمود قریشي په خپلو خبرو کې، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ارامۍ په معنا وباله او ډاډ یې ورکړ چې هیواد به یې په دې برخه کې مثبت رول لوبوي.

قریشي همدا راز بین الافغاني مذاکرات اړین وبلل او په دې برخه کې یې د خپل هیواد د بشپړې همکارۍ ټټر وواهه.

نوموړي د پاکستان، افغانستان عملیاتي پلان د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د ټینګوالي او اغېزمنو ناستو ته د زمینې برابرولو په برخه کې مؤثر ګام یاد کړ او تر څنګ یې څرګنده کړه چې، پاکستان به د سیمې د ثبات په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

امریکايي او پاکستاني چارواکي داسې مهال د افغان سولې په تړاو له یو بل سره د ګډو هڅو ژمنه کوي چې، د طالب او امریکایي استازو تر منځ اووم پړاو مذاکرات را لنډ شوي او تر ډیره تمه کېږي چې، په یاد پړاو خبرو کې به دواړه لوري له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو یوې وروستۍ پریکړې ته ورسېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د