ازادي او استبداد؛ د مرسي او سيسي ارزښتي جايزه!

وحيدالله مصلح

په ۲۰۱۲ جون مياشت کې د محمد مرسي او جنرال شفيق تر منځ د جمهوري رياست لپاره توده سيالي روانه وه، هلته هم شفيق د نظاميانو انتخاب و او حتی ويل کېدل چې د ټاکنو د پايلې تر اعلان پورې د شفيق په ګټه د پوځ د موقف لارې سنجول کېدې، خو هغه مهال ولسي انقلابي ميلان سخت په ډېره لوړه څوکه و، له همدې امله محمد مرسي د مصري ملت د تر نيمايي ډېرو رايو په اخېستلو بريالی اعلان شو.

د محمد مرسي په اړه د تاريخ شاهدي دا ده، چې هغه د مصري ملت لومړنی او تر دې مهاله وروستنی ريښتينی ولسمشر و چې د مصري ملت په رايو جمهوري رياست ته ورسېد، هغه نه خو د مصري او نورې اسلامي نړۍ د مستبدو مشرانو په څېر په ۹۹ فيصدو رايو راغی او نه د بهرنيو نړيوالو ځواکونو په ضمانت کې معرفي شو، محمد مرسي په خپل دغه انداز کې د اخوان المسلمين جمهور رئيس نه و، هغه د لوی مصري ملت منتخب جمهور رئيس و او که تاسو غربي رسنۍ تعقيب کړئ نو هغوی به حتماً په کې مرسي د مصري ملت د جمهور رئيس پر ځای د يو مذهبي ګوند ناکام ولسمشر په توګه معرفي کوي، تاسو کولای شئ حتی د محمد مرسي د شهادت په اړه د بي بي سي د پښتو وېبپاڼې په خبر کې همدا کيسه ولولئ او په نورو رسنيو کې هم.

د استبداد لپاره لوبېدلی سکولار خط!

د محمد مرسي حکومت په خپله يو کلنه موده کې ثبات ته پرېنښودل شو، مصر نظاميانو، د اسرائيل، امريکا، سعودي، اماراتو او نورو استبدادي قدرتونو په پلانونې او ملګرتيا کې د مصر سکولار خط د استبداد او ولسواکۍ په معرکه کې د استبداد په خدمت کې سخت وران ولوبول، حتی د هغه مهال البرادعي چې د سکولار خط يو مهم مشر و په دې جګړه کې د استبداد لپاره ودرېد او هغه چې هغه مهال د مصري ملت منتخب ولسمشر ته د فرعون خطاب کاوه نن د سيسي په حکومت کې پر خپل وطن د اوسېدو ځای نه لري او په فرار او تبعيد کې يوازې د ټوېټونو په نړۍ کې مصروف دی، په دغو استبداد خوښو ډيکتومکراټانو کې د سکولار خط لوی مخ حمدين صباحي هم دی او عمرو موسی هم چې تل يې د استبداد په ماڼيو کې خپلې برخې ټولې کړي او په بدل کې يې د ولس اراده او ازادي هملته محبوسه او زندۍ کړې.

سکولار خط او اپوزيسيوني وړتيا!

د مصر سکولار خط چې هغه مهال کوم لاريونونه کول او دوی په کې تنوع وژله او دوی په کې د يو سنجيده، ملي او هوښيار سياسي اپوزيسيون وړتيا نه لرله پای يې په خپل لاس د ازادۍ او ولسواکۍ لومړي او وروستي انتخاب ته زندۍ واچوله. د مصر په استبداد کې د مصر سکولار خط په تاريخي لحاظ له جماله تر مبارک او فتاحه ټول په ثبوت رسيدلي. دوی يوازې له دې ويرې چې مصري ملت ولې د دوی پر ځای اسلامي خط ته رايه ورکوي او دوی په کې له خپل ملت همغسې پردې حساب دي نو په نړيواله يارۍ او داخلي غدارۍ کې تل پر استبداد درېدلي او ولسواکي يې ټکولې ده. خو په دا منځ کې دا هم ډېره جالبه ده چې يو شمېر غرضي منتقدین په دا منځ کې دا قضيه اصلاً نه بحث کوي چې په مصر کې سکولار خط د سالم اپوزيسيون وړتيا او اپوزيسيوني فرهنګ نه درلود، دوی په همدې ناوړتيا او بې فرهنګۍ کې د ملي غوښتنو پر ضد په شخصي او ګوندي ګټو کې ايسار شول، د حکومت پر مخ يې د انکشاف او پرمختګ ټولې لارې وتړلې او پای يې په کې له نظاميانو سره په ګډه د ولسواکۍ پر تابوت مېخونه ووهل.

د مرسي په حکومت کې د همدې داخلي او بهرني استبدادي همغږۍ په نتيجه کې مظاهرې او احتجاجونه پلان شول، د ټولو هغو توکو او مصرفي موادو قېمتونه لوړ شول چې د سوداګرۍ پانګونه يې د مصري نظاميانو ملکيت و… په مصر کې نظاميان خپلې مستقلې اقتصادي پروژې او برنامې لري، د نظاميانو يوه لويه مافيا د مصر پر اقتصاد چاپېره ده، د دې اقتصادي مافيا جنرالان هيڅکله واک د غريب ملت ريښتينو استازو ته نه پرېږدي.

د مرسي د پرځولو نظرياتي لاملونه!

په مصر کې د محمد مرسي او په مجموع کې د اسلامپالو حکومتولۍ د مخنيوي او ناکامولو هڅې سطحي نه وې، په دې برخه کې د امريکا رانډ ادارې او نورو سټراټيژيکو مرکزونو وخت پر وخت خپلې مطالعاتي پايلې او پاليسي جوړوونکې ورقې د امريکا حکومت ته ورکړي، حتی د مصر د اوسني دکتاتور السيسي د تېزس موضوع هم پر اسلامپالو راټوله وه، سمه ده چې د اسلامپالو د حکومت راپرځولو عوامل به ډېر وي، حتی يو شمېر لاملونه به يې خپله د ازادۍ او عدالت ګوند مشرانو ته هم راجع وي، خو په دغو عواملو کې چې نظرياتي بعدونه څومره سورور او زورور دي دا نور بيا هغسې نه دي. په نظرياتي بعدونو کې لاندې دوه يې ډېر مهم دي:

لومړی: د اسرائيلو ګاونډی مصر!

مصر په جغرافيوي لحاظ ډېر حساس موقعيت لري، د اسرائيل امنيت او جګړه د مصر او سينا په اوږدو کې پرته ده، د اسرائيلي اشغال په وړاندې فلسطيني مزاحمت د شهيد ياسر عرفات د ازادۍ له مبارزې وروسته يوازې حماس ته په ميراث پاتې ده او د دې مزاحمت فکري فسلفه او نظرياتۍ حمايه په مصر کې پرته ده، پر غزې مسلط او د فلسطين د ازادۍ لوی تحريک حماس که په فلسطين کې هغسې پياوړی وي او په مصر کې اخوان د محمد مرسي په مشرۍ کې داسې حکومتولي رامنځته کړې وای چې فلسطين په کې د ولاء او براء قضيه وي، همغه فلسطين چې د مصر سکولار خط په کې رفح پوله حتی د سپينږيرو، ښځو او کوچنيانو مريضانو او اړمنو په مخ تړلې وه، او تل يې په اقتصادي محاصره کې تر اسرائيل ډېر مخلص او پابند پاتې شوی خو د مرسي مصر په کې بيا د ۲۰۱۲ کال پر غزې د اسرائيلي تيري په مقابل کې مرسي تاريخي موقفونه ونيول، مصر د خالد مشعل کوربه شو او اسرائيل يې د هغې جګړې د يو مات لوري په توګه د مشعل خبرو ته کېنول. اسرائيل هيڅکله د حماس فلسطين او د اخوان مصر نه غواړي او د دغسې يوه همغږي مصر او فلسطين په سناريو کې هغوی ته د اسرائيلو د بقا پر سرنوشت تر لوبې د مصري ملت او اخوان پر سرنوشت لوبه ډېره ګټوره ده.

که د محمد مرسي د جمهوري رياست په وخت کې پر غزه د اسرائيلو د بريدونو پر مهال د ولسمشر محمد مرسي خبرې واورئ دا ترې اخېستل کېږي چې اسرائيل او امريکا به هيڅکله په مصر کې دغسې يو حکومت او ولسمشر ونه مني، چې اسرائيل ته په سترګو کې سترګې واچوي، راځئ د محمد مرسي د خبرو لنډ متن ولولو:

مرسي د غزې په اړه څه وويل؟

مونږ به غزه تنها پرېنږدو، مونږ به غزه تنها پرېنږدو، وايم چې مونږ ټول به يو له بل سره يو ځای، مصر او لوی ملت يې او پراخه امکانات يې، غيرتمند سړي يې او سخاوتمندې مېرمنې يې، مونږ به غزه هيڅکله تنها پرېنږدو، نن ورځ د دې تجاوز په وړاندې متجاوزينو ته وايم، هيڅکله به د دې تجاوز په خاطر تاسو د امن خاوندان نه شئ، هيڅکله به د تجاوز په خاطر کراري ونه ګورئ، او په تجاوز به هيڅکله پر دې زمکه د خير مخ و نه ګورئ، تاسو ته وايم چې غزه ځانته نه ده، او درته وايم، درته وايم او درته وايم، چې دنيا هيڅکله ستاسو تجاوز نه شي منلی، او دنيا په خپل عصر کې متجاوزينو ته (نه) وايي، تاسو هيڅکله نه شئ کولای يو ملت مغلوب کړئ، او نه شئ کولای چې يو ملت ووژنئ، او دا ستاسو په توان کې نه ده او توان يې هم نه لرئ چې په تجاوز سره د يوې ورځې لپاره ځانونو ته امنيت او کراري رامنځته کړئ، د تاريخ درسونه ولولئ، او د حال او ماضي نه درس واخلئ، له دې درسونو دا زده کړئ چې تاسو به هيڅکله بريالي نه شئ، هو، هيڅکله به بريالي نه شئ.

د مصر قيادت په غوسه شوی او حرکت کوي، چې پر غزه او په غزه او نورو ځايونو کې پر فلسطينيانو د تجاوز مخه ونيسي، دا داسې ملت دی، چې بايد په امن او کرارۍ کې پر خپله زمکه ژوند وکړي، زمونږ د ټولو زړونه بيت المقدس ته تپېږي، زمونږ د ټولو زړونه بيت المقدس ته تپېږي، متجاوزينو ته وايم چې له تاريخه زده کړه وکړئ، له تاريخه درسونه واخلئ، دغو وژنو ته پای ورکړئ او د وينو تويول بند کړئ.

نو د مصر حکومتونو په خپل تاريخ کې د لومړي ځل لپاره داسې يو ولسمشر وموند چې په ارزښتي، تاريخي او نظرياتي بعدونو کې اسرائيل ته جلا خبره لري، هغوی سره د حساب خبره کوي، اخطار ورکوي او د تاريخ زده کړو او مستقبلي راتلونکي ته يې متوجه کوي، نو په دغسې يو منفرد مصر کې د اسرائيل راتلونکي سخت نامصئونه کېده او دوی په کې هغه ورځ کتله چې اسرائيل به په کې له خپل ټول اشغال سره په بحر کې ډوبېده.

دويم: د اسلامپالو حکومتولي؛ کاميابي او ناکامي!

د اسلامي نړۍ سکولار خط او نړيوال فلسفي او نظرياتي مشران يې پر دې ټکي متفق دي، چې دوی بايد پرېنږدي اسلامپالي د ډيموکراسۍ له لارې واک ته ورسېږي، دوی بايد د خپلو بحثونو هغه سوالونه همداسې بې ځوابه وساتي، چې ګنی تاسو کوم هسې اسلامي حکومت غواړئ او ايا تاسو د اسلامي حکومت کوم ژوندی مثال ورکولی شئ، يعنې د نړۍ په کومه برخه کې اوس مهال اسلامي حکومت شته؟
که د اسلامپالو حکومتولي رامنځته کېږي نو اسلامپالي بيا د تدريج په مزلونو کې سخت بلد دي او دوی به په کې بيا داسې مرحلې ته رسېږي چې نړۍ او په ځانګړي ډول سکولار خط ته به په کې د اسلامي حکومت ماډل په خپلو تجربو کې ډېر منفرد ور وپېژني. همدا لامل دی چې سکولار خط به هيڅکله د اسلامپالو حکومتولي بري ته پرېنږدي.

پر مرسي کودتا؛ د امريکا او اروپا دوه مخي!

د همدې لپاره په ۲۰۱۳ کې نظاميانو د سکولار خط په استعمالولو او د اسرائيل، امريکا او خليجي مستبدو حکومتونو په حمايه کې د مصري ملت پر منتخب جمهور رئيس کودتا وکړه، بدمرغي دا ده، چې دا کودتا د ازادۍ او ډيموکراسۍ په نوم د نړۍ لويو ځواکونو، امريکا او اروپا له خوا په رسميت وپېژندل شوه، د دغه دوه مخو ځواکونو رسنۍ چې کله هم د مرسي د حکومت ړنګولو کيسه کوي نو دا په کې حتماً وايي چې د مرسي د حکومت په مقابل کې تر لويو لويو مظاهرو وروسته پوځ مداخله وکړه، دوی له يوې خوا په يو ډول د مرسي د حکومت ړنګولو ته ولسي توجيه لټوي او له بلې خوا دوی غواړي د نظاميانو کودتا ته د مداخلې په ويلو سره د نړۍ پر انساني وجدان ملنډې ووهي، دوی په خپل دې منافقت پر بشري ارزښتونو تف کوي.

مرسي او مبارک؛ د ازادۍ او استبداد بنديان!

د مصر مدني سکولارېسټانو د مرسي حکومت د يوه کال لپاره نه شو زغملی، هلته چې همدا سکولارېسټان په کې تر ټولو ډېر ازاد وو، هلته چې د همدې سکولار خط وروستی مستبد مشر مبارک په کې حتی زندان په نرګسيت کې تېراوه، هغه د کوم زندان پر ځای روغتون کې و، له خپلو بچيانو، مېرمنې او خپلوانو منځ کې و، او هغه په کې د يو مېلمه په توګه استقبالېده، خو وروسته بيا د همدې سکولارېسټانو په تازه حکومتولۍ کې مرسي په بشپړې انزوا کې ساتل کېده، له درملنې محروم و، خوراکي مواد يې سخت نامصئونه وو، له کورنۍ سره د کتنو اجازه يې نه لرله، د بشري حقونو له ملي او نړيوالو استازو سره يې د ملاقات اجازه نه وه، روغتون ته نه شو تللی او دی به يې چې کله محاکمې ته راوړلو نو هلته به يې په شيشه بند قفس کې اچولو… د مرسي او مبارک همدا مقايسه په خپل ‌ځان کې د ازادۍ او استبداد جلا کيسې لري. دا کشمکش دا کيسه هم لري چې سکولارېسټان څومره له منطق او استدلال نه وېرېږي؟ دوی چې حتی يو بندي انسان د خلاص قفس پر ځای په شيشه بند قفس کې ساتي، دا په دې معنا چې دوی نه غواړي د قاضي او متهم تر منځ د استدلال قوت او مشروعيت ملت واوري او د قاضي پر ځای ملت پرېکړه وکړي، دا هر څه د سکولارېسټانو د منطق پياوړتيا او مشروعيت اندازه کوي.

قيادت د قربانۍ مخکښ صف!

دا يوازې محمد مرسي نه دی، تر مرسي مخکې د استبداد په زندان کې د اخوان المسلمين د مخکيني مرشد عام استاد محمد مهدي عاکف ويرجن وفات او نورو ټولو سياسي بنديانو ورته حالت او مظلوميتونه د مصري استبداد لويه عکاسي ده. د مصر اسلامپالو لویه خاصه دا ده چې هلته د اسلامي حرکت مشران او د مشرانو کورنۍ او نازولي تر نور صف مخکې د استبداد په وړاندې درېدلي، د استبداد لومړي ګوزارونه د اخوان پر قيادت وو، د اخوان مخکينی او اوسنی مرشدعام استاد محمد مهدي عاکف او استاد محمد بديع يې دواړه زندان کې واچول، د مرشد عام استاد محمد بديع زوی يې په مظاهرو کې شهيد کړ، د استاد البلتاجي لور اسماء البلتاجي يې په ډېره بې دردۍ په مظاهرو کې شهيده کړه، محمد مرسي يې د ولسمشر په حيثیت بندي کړ، عصام العريان يې بندي کړ او دغسې د اخوان ټول قيادت تر عامو غړو مخکې زندان ته ولېږدول شو.

سکولارېسټان له اسلامپالو د کوم زغم تمه کوي؟

کله چې انسان د شرقي سکولارېسټانو دغسې ظلمي مخينې او تعامل ته ګوري، هلته چې دوی په کې له ځان پرته نور هرڅه باطل بولي، حتی د همدې سکولار السيسي په کودتايي رژيم کې د سکولار خط د رنګونو تنوع سخته ژوبله شوه، اوس هلته حتی سکولارېسټانو ته د بيان او رايې ازادي نه شته، هغوی اوس هلته د سکوت پر جبر څملول شوي… د مصر سکولار کودتايي رژيم د همدې سکولار متنوع ګروپونو په حمايه کې رامنځته شو، او په تسلسل يې مصر د اسلامپالو لپاره په لويو تعذيب ځايونو او زندانونو واووښت، نن د مصر زندانونه د مصري ملت په شعوري او شريفو انسانانو ډک دي، دا ټول يوازې د فکر او سياسي ليد لوري پر بنياد بنديان شوي، دوی هېڅکله ټوپک ته نه دی لاس کړی، بلکه دوی د قلم، راديو، تلويزيون او انټرنېټ د زمانې ژوندی او مبارز نسل و. کله چې سکولارېسټان له اسلامپالو سره دغسې دکتاتور او د زمانې تر ټولو لوی فرعوني برخورد کوي نو دوی په کې بيا له اسلامپالو د څرنګه تعامل تمه لري؟ ايا دوی تمه لري چې د دوی د دې ټولو ظلمونو وروسته که اسلامپالي راځي نو دوی دې په کې بيا هم د پلورالېزم په نازونو کې خرامان وي؟ که همدا سمه وي چې د شرق سکولارېسټان په کې له ځانونو پرته بل څوک نه مني، نو بيا د نورو چليپا ته ولې ورخطا کېږي؟ دا منطق هم ډېر جالب دی؛ يو شمېر په کې دا وايي چې که واک اسلامپالو ته رسېږي نو هغوی به بيا له همدې ډيموکراسۍ په ګټنې سره دکتاتوري رامنځته کړي، خو دوی نه ګوري چې عملاً سکولار خط له همدې ډيموکراسۍ نه ډيکټوموکراسي جوړه کړې، يوازې دوی په کې د حکومت حق لري او اسلامپالي په کې يوازې د زندان نسل دی او بس… دوی اسلامپالي يوازې پر فرضيو تورونوي چې هغوی له ډموکراسۍ په ګټنې بيا دکتاتوري رامنځته کوي؟

محمد مرسي د ازادۍ رمز!

محمد مرسي په مصر کې د استبداد او سکولار ديکتاتورۍ په وړاندې د ازادۍ رمز او د مېړانې مظهر و، په ملتونو کې دغسې رمزونو او مظهرونو ته د مبارزو د نښو او بېلګو په توګه کتل کېږي، په ځانګړي ډول شرقي ولسونه دغسې بېلګو پسې ځي، محمد مرسي حتی په زندان کې د هيلو څرک و، محمد مرسي ته مصري ملت د مشروع ولسمشر په توګه کتل، حتی د هغه ډنډوره او مسخره متقلبو څو ځل ټاکنو نه وروسته السيسي ته مصريانو تل د کودتايي نظامي جنرال په سترګه کتلي، په دغسې يوه حالت کې محمد مرسي په شعوري ډول وغوښتل چې د مشروعيت په لار کې د يو رمز په توګه پاتې شي، که نه مرسي کولای شو چې د استبداد په وړاندې په سکوت سره ژوندی پاتې شي او په مادي نړۍ کې هوسا او له موقف سره واوسي، خو هغه استبداد ونه مانه او په دغه چلنج کې يې د استبداد ماڼيو ته يو ډېر لوی مصري ملت د غوسې په دوامدار حد کې وساته.

سکولارېسټي تعذيبونه او ملي پارېدنه!

د سيسي تر کودتا وروسته په دا دومره کودتايي تعذيبونو کې چې د رابعه ميدان له دولتي تره ګرۍ شروع شوه هلته چې دوی په کې په ټوپکونو، ټانکونو او لاسي بمونو خلک ووژل، هلته چې دوی په لاريونوالو ټانکونه وروخېژول، هلته چې دوی په مسجد او ګرځنده روغتيايي مرکزونو کې زخمي او ناروغ لاريونوال ژوندي وسوځول او هلته چې دوی په لسګونو زره مصريانو د سياسي کار او فکر پر بنسټ زندانونو ته ولېږل او تر دې ټولو پورته هلته چې پوځ د ملت پر منتخب حکومت کودتا وکړه دې ټولو په ملت کې يوه غوسه او احتجاج ايجاد کړ، دغه غوسه او احتجاج په لومړيو کې څرګند و، هره ورځ او هر ماښام به د مصر په ټولو لويو ښارونو کې پراخه لاريونونه وو، خو د کودتايي رژيم د بې رحمه ځپنې وروسته دا څرګند احتجاج يوه خاموش مزاحمت او نفرت ته داخل شو. د مصر د اخوان المسلمين لويه ځانګړتيا دا ده چې دوی د دغې ملي پارېدنې د سمې توجيه او رهبرۍ وړتيا لري، او دا هم د سازماني پياوړتيا له مخې او هم په اخوان کې د مصري ملت د ملي او اسلامي ارزښتونو د راټول امتزاج له مخې، له همدې امله اخوان په دغه ائينه کې مصري ديکتاتورۍ ته نه يوازې د هغوی اصلي مخ ورښايي بلکه په تاريخي لحاظ او په دغسې يو مسلسل ماضي کې دوی د استبداد او پرديپالنې په وړاندې د ملي مزاحمتونو او د ازادۍ د داعيو قهرمانان دي. په دغسې يوه ولسي اتلولۍ کې اخوان هيڅکله د مصري ديکتاتورۍ لپاره د منلو نه دي او هغوی به هيڅکله هغسې ازادي ونه مني چې د هغوی زورواکه او لنډغره نظامي او اقتصادي مافيا په کې له لېنګيو سپک شي.

محمد مرسي؛ مړ که شهيد؟

په ۲۰۱۳ کې تر کودتا وروسته محمد مرسي په ډېرو خرابو شرايطو کې زنداني و، د هغه درملنه نه کېده، مناسب خوراک نه ورکول کېده، محمد مرسي په ځلونو دا خبره کړې چې زما ژوند په خطر کې دی، حتی د انګلستان د پارلمان يو محافظه کار غړي الجزيرې ته دا وويل چې مونږ څو ځلې له محمد مرسي سره د ملاقات غوښتنه کړې خو مصري مستبدينو يې اجازه نه ده راکړې، دا ټول په دې معنا چې د محمد مرسي د وژلو يوه تدريجي کړنلاره له همغه پيله تر تطبيق لاندې وه، د ازادۍ او عدالت ګوند ډېری مشران په دې نظر دي چې هغه يې په عمدي ډول شهيد کړی، داسې تصور موجود دی چې محمد مرسي کټ مټ لکه د مرحوم ياسر عرفات په څېر په تدريجي ميتودونو پر شهادت رسول شوی، د اخوان المسلمين امين عام استاد محمود حسين هم الجزيرې سره په خپلو خبرو کې دا وويل چې هغه يې په عمدي ډول شهيد کړی، د اخوان المسلمين رسمي اعلاميه هم د محمد مرسي د شهادت په اړه تاکيد کوي.

ويل کېږي معمولاً د محاکمې ورځ او په ځانګړي ډول د محمد مرسي محاکمه د مهال وېش له مخې تر سره کېږي خو پر دغه ورځ دغسې کوم مهال وېش موجود نه و، نه خبريالان وو او نه کوم رسنيز پوښښ، د دغسې بيړنۍ محاکمې خبره او دا چې ګنې محمد مرسي هملته په محکمه کې بې هوشه او بيا وفات شو، دا يوازې يوه سناريو ښکاري، داسې هم ويل کېږي کېږي چې هغه يې په زندان کې شهيد کړی او بيا يې د محکمې سناريو ورته جوړه کړې. د تونس مخکينی جمهور رئيس المرزوقي هم الجزيرې ته دا وويل چې محمد مرسي يې په زندان کې د تعذيب له امله شهيد کړی.

له بلې خوا محمد مرسي په ځلونو دا خبره کړې چې ژوند يې په خطر کې دی، د دغسې يوې جدي دعوې په وړاندې د مصر محکمې ولې خاموشې وې؟ دا خاموشي پر همدې دلالت کوي چې د مصر سکولار حکومت او ورسره تړلې قضا د مصر په زندانونو کې د سياسي او فکري زندانيانو د تعذيب او تصفيې خاينه هوکړه کړې ده.

د مرسي شهادت؛ د امريکا موقف!

په نړيواله کچه ډېر کچه او خپله د هغوی له ارزښتي دعوو سره په ټکر کې غبرګون د امريکا و، د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياندې په دې اړه وويل چې مونږ د رسنيو له راپورونو د محمد مرسي د وفات په اړه خبر شو او په دې اړه هيڅ نظر نه لرو! دا ډېره جالبه ده، مرسي د استبداد په زندانونو کې پروت دی هلته چې السيسي د خپل ټول نظامي او حکومتي انحصار او مافيا په شبکه او منطقوي ملاتړ کې پر دې ونه توانېد چې په تېرو شپږو کلونو کې پر محمد مرسي تړلي تورونه ثابت کړي، خو امريکا نه يوازې دا چې شپږ کاله مخکې يې پر مرسي د پوځ کودتا ومنله، بلکه د پردې تر شا د دغې کودتا اصلي حمايه او طرحه د امريکا او اسرائيل وه، او بيا چې د همدې کودتا په تعذيبونو کې د اخوان د لومړۍ صف قيادت وژل کېږي، د پخواني مرشدعام محمد مهدي عاکف په شمول ولسمشر محمد مرسي او نور شهيدانېږي نو امريکا په کې تعليق او نظر نه لري؟؟
دا تحليل هم خورا قوي ښکاري چې امريکا ته د سيسي د وروستي رسمي سفر په ترڅ کې ښايي پر دغسې يوې تصفيې هوکړه شوې وي، امريکا به په ډېرو دغسې تصفيو ځانونه غلي ونيسي او د نظر ورکولو لپاره به څه ونه لري.

تر دې لا هم په زړه پورې دا ده چې د فکر، نظريې او سياسي خطونو بې سوادان په کې بيا دا تورونه او ډنډورې هم کله کله وغږوي چې اخوان د امريکا او انګليس حمايه لري او د هغوی خلک دي؟؟ په تېره پېړۍ کې اخوان د همدې استعمارونو په وړاندې د مبارزې لومړی خط پاتې شوی، اخوان د نړيوالو ځواکونو او داخلي مستبدو وابسته مافياو په ګډو تعذيبونو کې ژوند کړی خو په خپلو دغسې قربانيو کې سخت ژوندي، کلک او ولسي پاتې شوي.

د مرسي شهادت او د اسلامي نړۍ غبرګونونه!

د محمد مرسي د شهادت په اړه په اسلامي نړۍ کې د حکومتونو د مشرانو او لويو ولسي تنظيمي جهتونو او شخصيتونو په کچه بېلابېل غبرګونونه مخې ته راغلل، په دې غبرګونونو کې يو شمېر حکومتي مشرانو د خپلو ملتونو له روح سره سم مردانه موقفونه ونيول او يو شمېر نور يې چې په سيمه کې د اسرائيل او امريکا د ګټو پوليسان دي هغوی په کې د سکوت په رنځ پرېوتل.

د اسلامي نړۍ تر ټولو نارينه موقف د ترکيې د کارېزماټيک مشر او د ترکانو منتخب ولسمشر اردوغان موقف و، هغه په کې وويل، چې په ژور غم او نهيلۍ سره د مصر د لومړني منتخب ولسمشر ورور محمد مرسي له وفات نه خبر شوم. د شهيد مرسي لپاره د رحمت دعا کوم؛ دی په تاريخ کې د ولسواکۍ له سترو فعالانو و، مرسي د ظالم سيسي په زندانونو کې شهيد شو، تاريخ به هيڅکله دغه ظالمان هير نه کړي، اردوغان دا هم وويل چې دی به هيڅکله د محمد مرسي له وژونکو سره يو ځای نه شي او دا به هیڅکله ممکنه نه وي چې ورسره وګوري.

په خليجي هېوادونو کې قطر يوازينی هېواد دی چې په سيمه ييزو سياستونو کې د ملي غوښتنو په اډانه کې ولسي او ملي موقفونه لري او د همدې ژونديو او ارزښتي موقفونو له امله قطر په سيمه کې د وابسته اماراتو او سعودي له تحريمونو او ګوښې کوونکو سياستونو سره سره عزتمن مسير لري، ګوښې نه شو او لا هم ځلېږي او په نړيوال فورم د عدالت، ازادۍ او سولې د محورونو مدافع او کوربه دی، د قطر امير شيخ تميم بن حمد د محمد مرسي د وفات اړه ټوېټ وکړ او ويې ويل چې په ژور خپګان سره مو د پخواني ولسمشر دوکتور محمد مرسي د ناڅاپي وفات خبر تر لاسه کړ، د نوموړي کورنۍ او د مصر ورور ملت ته تسليت او تحسين وايم.

د ماليزيا د لومړي وزير معاونې، د ليبيا د لوړې حکومتي شورا مشر او په غزه کې د حماس حکومت هم د غم تسليت ويلی او اعلاميې يې خپرې کړي، په همدې ډول د تونس پخواني ولسمشر منصف المرزوقي د محمد مرسي د شهادت په اړه د تأثر څرګندولو پر مهال په ژړا او سلګو خپل غم څرګند کړ، هغه وويل چې چې داسې ورځ به راځي چې عدالت به خپل ځای نيسي نوموړي وويل، هغه څه چې پر مرسي تېر شول هغه د تعذيب لاندې قتل دی.

اخوان المسلمين په خپل رسمي غبرګون کې د محمد مرسي وفات په تمامه معنا قتل وباله، اخوان فی الحال دوه عمده غوښتنې کړي، يو دا چې په بهرنيو هېوادونو کې دې د مصر سفارتونو مخې ته مظاهرې تنظيم شي او دويم يې په مصر او ټولو هېوادونو کې د محمد مرسي د غايبانه جنازو غږ وکړ، اخوان پر مصريانو غږ کړی چې د محمد مرسي لويه جنازه دې تر سره کړي.

د مرسي شهادت او بې پرې پلټنې!

يوازې اخوان المسلمين نه بلکه بې پرې مصريانو، د بشري حقونو او عدالت غوښتنو نړيوالو بنسټونو او سترو ولسي او نړيوالو شخصيتونو دا غوښتنه کړې، چې د محمد مرسي د وفات په اړه دې ازادې او بې پرې څېړنې وشي، او دا هغه څه دي چې ښايي مصري حکومت او مصري محکمې ورته حاضرې نه شي، ځکه د مرسي د تدريجي وژنې اصلي جهتونه همدوی دي، محمد مرسي په ځلونو دوی ته ويلي چې ژوند يې له خطر سره مخ دی خو دوی يې په اړه کوم اقدام ونه کړ.

د انګلستان په پارلمان کې د محافظه کاره ګوند غړي کريسپن پلانټ الجزيره تلويزيون ته وويل چې دی د محمد مرسي پر مړينه حيران نه شو، ځکه د برېتانيا د پارلمان يوې کمېټې چې دی يې هم غړی دی د دغسې يوې پېښې پر رامنځته کېدو مطمئن وو، دغې کمېټې د محمد مرسي د زندان پر ظروفو راپور ليکلی و او دې نتيجې ته رسېدلي وو چې که د هغه د زندان حالات ښه نه شي نو زر دې چې مړ به شي.

محمد مرسي او د وفا لار!

محمد مرسي ولاړ، هغه له خپل رب او خپل ملت سره پر ژمنې وفا وکړه، او د وفا په دې ډګرونو کې د نړۍ هېڅ معاصر ګوند، شخصيت او د سوله ييزو داعيو مشهور شوي شخصيتونه له اخوان او د هغوی له شخصيتونو سره په دې ميدان کې سيالي نه شي کولای. اخوان په بسته پېړۍ کې دغسې د تعذيبونو او امتحانونو په تجربو کې ژوند کړی خو د خپلو ملتونو او نسلونو د ازاد او هدفمند اوسېدو داعيه يې په کې په شور کې ساتلې، خپله يې مرګونو ته غېږ ورکړې خو خپله اسلامي داعيه يې ژوندۍ ساتلې، پر همدغسې يو متعهد او د قربانيو نسل او پرله پسې مبارز صف باندې د قرآن کريم دا آيت صدق کوي، چې:
مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ
له مؤمنانو ځېن سړي داسې دي چې الله سره يې خپلې وعدې ريښتينې کړې، ځېنې يې شهيدان شول او ځېنې يې انتظار باسي…

مصري حکومت په خپل وروستي استبداد سره د دغه مظلوم شهيد څرګندې جنازې ته اجازه ورنه کړه، يوازې د هغه زامنو او مېرمنې ته په جنازه کې د جنازې اجازه ورکول شوې وه، د محمد مرسي زوی اسامه چې د سکولارېزم په استبداد کې بندي دی هم جنازې ته راوستل شوی و، مصري حکومت حتی اجازه ورنه کړه چې چې محمد مرسي د نوموړي له وصيت سره سم د هغه په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شي، محمد مرسي وصيت کړی و چې له خپلې مورجانې سره په خوا کې خاورو ته وسپارل شي، مصري حکومت د استبداد په انتها کې د مرسي دا وصيت عملي کېدو ته پرېنښود، نوموړی يې د قاهرې په يوې داسې هديرې کې خاورو ته وسپاره چې هلته د اخوان درې نور عام مرشدين هم خاورو ته سپارل شوي وو، په دوی کې يو هم استاد محمد مهدي عاکف و چې نوموړی هم د مصر په زندانونو کې د سيسي استبداد شهيد کړی و.

په دغسې استبداد کې مصري معاصر حکومتونه د پخوانيو هغو سره هيڅ توپير نه لري، اويا کاله مخکې د امام حسن البنا جنازه هم داسې وه او د نن قيادت جنازې هم يوازې د کورنيو مېرمنو او زامنو په اوږو پورته کېږي او خاورو ته سپارل کېږي.

د وفا زمکې خړوب نه شوې اعظمه
ډېرې وينې مو ورکړي د زړګو دي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

الله د شهادت قبول کړی. د مرسی لاره د همداسی جاری وي. جنت فردوس یی ځای کړی ربه.

محمد خالد
میلمه
محمد خالد

بنام الله درهم کوبنده ستمگران وفرعونیان بلی شهادت اقای مرسی دراین عصر یکبار دیگر این درس را به سیکولاریستان وپیروان شیطان ثابت ساخت که راه وطریق اسلام ومومنین همانا صبر وشکیبایی درمسیر جهاد ومبارزه با طاغوتیان زمان میباشد ودراین را بک انچ از مسیر خود عقب نشینی نمی نمایند ودراین راه اماده هرقربانی بوده ومیباشند نه متاع دنیا نی قدرت نی ظلم مانع تداوم این راه شده میتواند با اقتباس وپیروی از فرامین الهی دراین راه گامهای متین واستوار برمیدارند خود وپیروان این راه به گفته پروردگار عالمیان مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ… نور لوستل »