طالبانو د محمد مرسي مړينه لويه ضايعه بللې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د مصر د پخواني ولسمشر ډاکټر محمد مرسي په مړينه خواشينې ښودلې ده او د هغه مړينه يې د مصر او ټولې اسلامي نړۍ له پاره لويه ضايعه بللې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې نوموړی د اسلامي نهضت يو مهم رهبر ګڼل شوی دی او د هغه له کورنۍ، فکري ملګرو او ټول اسلامي امت ته يې د مړينې په اړه تسليت ويل شوی دی.

په اعلاميه کې راغلي چې «د مظلوم دوکتور مرسي سرګذشت او د ده په وړاندې شوی ظلم او جفا ثابتوي چې ریښتیني مبارزه او هدف ته رسیدل څومره ستړیاوي، تکالیف، قرباني او لوړ عزم غواړي، د نوموړي ثبات او استقامت به د حق د پیروانو لپاره یوه بیلګه وي او د اسلام او بشریت تاریخ به همیشه ورباندې ویاړي.»

ډاکټر محمد مرسي په ۲۰۱۲ کې د ټاکنو له لارې د مصر واک ترلاسه کړ خو يو کال وروسته د پوځ له لوري د کودتا په ترڅ کې هغه له واکه لرې کړل شو او زنداني شو.

نوموړی تيره ورځ د محکمې پر مهال لومړی ضعف وکړ او له هغې وروسته يې ساه ورکړه.

په خواله رسنيو کې هم د مصر او اخوان المسليمن د پلويانو سربيره د افغانستان په ګډون د اسلامي نړۍ بيلابيلو اوسېدونکو د نوموړي په مړينه خواشيني ښودلې ده او ټاکل شوې ده چې نن پنځه بجې يې په کابل کې غايبانه جنازه هم وشي.

له طالبانو پرته تراوسه د کوم هيواد ولسمشر يا نورو لوړ پوړو چارواکو د ښاغلي مرسي په مړينه په رسمي توګه خواشيني نه ده ښودلې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه
عبد الله

الله پاک دی شهادت قبول کری
مرسی په میخانیک انجینری کی دوکتورا درلودل
دا وخت به کله راسی چی زموز وطن کی هم مکتبونه ونه سوزول شی او مدرسی مو بمبار نه شی. بلی هو هله چی الله پاک ته تسلیم شو که نه همداسی به موژ مرو او کفار به مو سیل کوی.