انګلستان پر افغان لوبډلې د شپږيزو ريکارډونه جوړ کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړيوال جام په ترڅ کې تر ټولو غوره لوبډلې انګلستان پر افغان توپ اچونکو د شپږيزو باران جوړ کړ چې په مرسته يې ټول پخواني ريکارډونه مات کړل.

په ياده لوبه کې انګلستان لوبډلې د جوني بيرسټو او جويي رووټ په نيمه سليزو او د لوبډلمشر ايون مورګن په زړه پورې چټکې سليزې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې «۳۹۸» منډې ستر هدف وټاکه چې يوازې په وروستي لس اورونو کې يې ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

انګلستان په دې لوبه کې ټولې ۲۵ شپږيزې ووهلې، چې د ۲۴ شپږيزو خپل پخوانی ريکارډ يې مات کړ، دوی په يو ورځنيو لوبو کې د زياتو شپږيزو وهلو ريکارډ ثبت کړ.

ايون مورګن چې يوازې په ۷۱ توپونو يې ۱۴۸ منډې جوړې کړې په يو ورځنيو لوبو کې د زياتو شپږيزو وهلو ريکارډ جوړ کړ، له دې وړاندې زياتې ۱۶ شپږيزې کریس ګیل، ای بي ډيویلیئرز او روهيټ شرما وهلې وې، د مورګن په ۲۸ منډو کيچ وغورځېد چې له هغې وروسته يې د شپږيزو باران جوړ کړ.

د انګلستان په ۲۵ شپږيزو کې يې يوازې ۱۱ پر راشد خان ووهل شوې، نوموړي په ۹ اورونو کولو سره ۱۱۰ منډې ورکړې او په هيڅ کومه ويکټه اخيستلو بريالی نشو، راشد خان په نړيوال جام کې د زياتو منډو ورکولو جيسن هولډر ريکارډ هم مساوي کړ.

دويم زياتې منډې ورکونکی لوبغاړی دولت ځدران و چې په ۱۰ اورونو کې يې ۸۵ ورکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول، دده سربېره ګلبدين نائب په لس اورونو کې ۶۸ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوځول.

تر ټولو غوره او اقتصادي توپ اچونه مجيب ځدران وکړه چې په خپلو لسو اورو کې يې يوازې ۴۴ منډې ورکړې او يوه شپږيزه پرې ولګېده، محمد نبي په ۹ اورونو کې ۷۰ منډې ورکړې.

دا د روان ۲۰۱۹م نړيوال جام تر دې دمه ستر هدف دی، له دې وړاندې انګلستان لوبډلې پر بنګلديش ۳۸۱ منډې جوړې کړې وې، د نړيوال جام زياتو منډو ريکارډ د استراليا لوبډلې سره دی چې په تېر نړيوال جام کې يې پر افغان لوبډلې جوړ کړی و.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د