طالبان: امریکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو ایستل منلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل طالبانو له امریکایي لوري سره د اووم پړاو مذاکراتو په درشل کې د تېرو پړاوونو په ترڅ کې له شویو عمده پرمختګونو پرده پورته کړې.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په خپل ټویټر لیکلي چې، ځيني خلګ له امریکایانو سره ددوی د مذاکراتو په برخه کې پرمختګ ته اندېښمن دي خو امریکایانو په یاد پړاو مذاکراتو کې له افغانستان څخه د خپلو ټولو قواوو ایستل کېدل منلي.

د شاهین په خبره له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو په وتلو سربېره امریکا دې ته هم قانع شوې چې بیا به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي «او په راتلونکې کې به په افغانستان کې هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مداخله نه کوي، نو دا یو ښه پرمختګ دی».

طالبان داسې مهال له امریکا سره په روانو مذاکراتو کې د رغوونکي پرمختګ خبر ورکوي چې ، تر دې وړاندې داسې اندېښنې موجودې وي چې ګواکي د طالبانو او امریکا مذاکرات له بن بست سره مخ شوي او تر ډېره دواړه لوري یو بل سره سوړ چلند کوي.

په ورته وخت کې، طالبان په داسې یو حالت کې له امریکایي لوري د بهرنیو عسکرو د وتلو په سر د توافق خبره کوي چې، د امریکایي او بهرنیو عسکرو په مرسته ولاړ حکومت لا هم د یادو خبرو برخه نه دی او په دې تړاو هیڅ جزئیات له ځانه سره نلري.

د شنونکو په باور؛ که چېرې امریکايي او نړیوال ځواکونه افغانستان ته پرېږدي ورسره جوخت به د نړیوالې ټولنې مرستې له افغانستان سره کمې او د ګډ حکومت ستنې به د طالبانو د بریدونو په وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

حدیث :املک لسانک.(خپله ژبه وساته)دخبرودلاری دعسکرودنه وتلوسبب مه جوړیږۍ ددښمن په خبره باورناپوهیده خبل جهادجاری وساتۍ لکه چه الله فرمایی:دمنا فقینواوکفاروسره جهادوکۍ اوسختی پروکۍ،اشرفغنی اوحکومت یی منافقین دی.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه ،په خیرونو.
شاهین ته.
دا چه امریکا د خپلو عسکرو ایستلو سر بیره راتلونکی کی د افغانستان په کورنی چاری کی لاس وهنه نه کوی ښه خبره ده.
خو پاکستان .روسیه .ایران ته د لاس وهنی دروازی خلاصی نه شی؟افغانستان به بیا یو ځل د پاکستان روسیه ایران د بزکشی میدان شی؟
د پاکستان روسیه ایران څخه افغان ولس هم ضمانت غواړی.افغان ولس ته د پاکستان ،ایران .روسیه .امریکا ،اسراییل هیڅ فرق نشته.ټول ور ته بیګانه دی،