محب: افغانستان له «تروریزم» سره د مبارزې لومړی سنګر دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار حمدا لله محب د روسیې له لوري د رابلل کېدونکي امنیتي کنفرانس «اوفا» په لسمه غونډه کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی او هلته د ګډحکومت په استازیتوب د افغانستان په امنیتي وضعیت غږېدلی.

حمدالله محب په یاد کنفرانس کې په ویاړ څرګنه کړې چې، هره ورځ په بریدونو کې په منځني ډول «۵۰» ترورستان وژني او افغانستان یې له تروریزم سره د مبارزي په لومړي سنګر بدل کړی.

محب همدا راز ادعا کړ چې، ترورستانو او په سیمه کې د نشه یي توکو قاچاقبرانو لاس سره یو کړی او  د خپلو ترورستي فعالیتونو د ترسره کولو په موخه یې د نشه یي توکو پلور د خپلو  عوایدو په یوه سرچینه بدل کړي.

د محب په خبره، ترورستان ورته د ګاونډیو هیوادونو له سرحدونو را اوړي نو ځکه اړینه ده سرحدي په ځواک په پرمختللې ټکنالوژي او وسلو سمبال شی.

د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار داسې مهال  په منځني ډول هره ورځ د «۵۰» ترورستانو د وژلو ادعا کوي چې، د کورنیو چارو ارشد سلاکار «خوشال سادات» بیا یاده شمېره ۱۰۰ یادوي او په وینا یې، هره ورځ ۱۰۰ طالبان د جګړې په ډګر کې وژني.

په ورته وخت کې، د ګډ حکومت امنیتي چارواکي داسې مهال د ترروستانو د وژلو ادعا کوي چې، په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه په بېسارې ډول لوړه شوې او هره ورځ لسګونه ملکي وګړي د ناتاره بمباریو، شپنیو چاپو او بریدونو  قرباني کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د