کابل کې د محمد مرسي غایبانه جنازه وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  افغانانو نن ماځیګر مهال په کابل کې د مصر د پخواني ولسمشر او د حریت او عدالت ګوند مشر «د کتور محمد مرسي» غایبانه جنازه وکړه.

د جنازې دا مراسم چې د جمعیت اصلاح په نوم یوې دیني ټولنې برابر کړي وو د کابل په عیدګاه جامع جومات کې ترسره شول او سلګونو کسانو پکې برخه واخسته.

دیني عالم او  د جمعیت اصلاح غړي « مولانا عبدالصبور» د مرسي په مړینه خواشیني وښوده او د نوموړي د مرګ په تړاو یې  د غرب او اروپا خاموشي  وغندله .

مولانا زیاته کړه« امریکا او غرب ته شرم پکار دی چې له یوې خوا د حقوقو، ډیموکراسۍ او جمهوریت چیغي وهي او بیرته بیا د هغوی لاسپوڅي حکمرانان همدا  اصول تر پښو لاندې کوي خو په ټول غرب کې یې په تړاو خاموشي خوره وي».

د مولانا په خبره، له مرسي سره هیڅ شخصي او ګوندي تړاو نلرو خو د مرسي وژنه د اقدارو وژنه ده، د مرسي وژنه د جمهوریت ډیموکراسۍ او جمهوري کدرونو مرګ  او د انسانیت توهین دی».

محمد مرسي چې د قران د حفظ تر څنګ یې د فلزاتو د انجینري په برخه کې تر دکتوار زده کړې کړې وي ،  د مصر لومړنی ولسمشر وو چې د قاطع اکثریت رایو په خپلولو یې له ډیموکراټې لارې ځان واک ته ورساوه خو د یو کال تر تېرېدلو وروسته ورباندې فوځ کودتا وکړه او نوموړی یې د زرګونو پلویانو سره یو ځای زندان ته واچاوه.

محمد مرسي چې تېره ورځ د محکمې په جریان کې ساه ورکړه، له ۲۰۱۳ کال راهیسې تر سختو شکنجو لاندې د فوځ د مشر «عبدالفتاح السیسي» په بند کې پروت وو.

د نوموړي ګوند فوځ د خپل مشر په وژنه تورن کړ او په خپلو پلویانو یې غږ وکړ څو په بهرنیو هیوادونو کې د مصر د سفارتونو مخې ته لاریونونه په لاره واچوي.

د مرسي په مرګ د مسلمانې نړۍ اکثریت دیني عالمان او اسلام فکره چارواکي غمجن وو او د نوموړي مړینه یې یوه نه جبرانېدونکي ضایعه بلله، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مرسي له کورنۍ او پلویانو سره غمشریکي کړې او تر څنګ یې د حق په لاره کې د مرحوم ثبات ستایلی  « د مظلوم دوکتور مرسي سرګذشت او د ده په وړاندې شوی ظلم او جفا ثابتوي چې ریښتیني مبارزه او هدف ته رسیدل څومره ستړیاوي، تکالیف، قرباني او لوړ عزم غواړي، د نوموړي ثبات او استقامت به د حق د پیروانو لپاره یوه بیلګه وي او د اسلام او بشریت تاریخ به همیشه ورباندې ویاړي».

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

ما پرون وویل: و به ګورو چی کومه ډله مسلمانان به اول د مرسی غایبانه جنازه وکړی حکمتیار او طالبان. خو شکر چی د کابل خلګ پدی کار کی مخ ته شول، هغوی چی هره ورځ وخت او ناوخته د انتحاریانو ښکار ګرځی.