د ولسي جرګې پخوانیو استازو د دولتي وسایلو له ورکړې انکار کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان د ولسي جرګې ګڼ شمېر پخوانیو وکیلانو د خپلو دندو له پای ته رسېدو سره، سره د دولتي وسایلو او اسلحو له تسلیمي انکار کړی.

د ولسي جرګې دارالانشاء له قوله، شاوخوا ۱۲۰ وکیلانو لا هم د دولت له لوري په واک کې ورکول شوي وسایل ندي تسلیم کړي.

د ولسي جرګې د دارلانشا د سیاسي او ادارې برخې مرستیال « رحیم الله غالب» وايي، سره له دې چې له یادو وکیلانو څخه د امکاناتو د راټولولو په برخه کې امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه شوې خو هغوی په دې برخه کې هیڅ اقدام نه دی کړی.

د غالب په خبره، تر اوسه یوازې ۸ پخوانیو وکیلانو دولتي وسلې تسلیم کړې او د پاتې نورو په تړاو مو یو ځل بیا له امنیتي بنسټونو غوښتي څو په دې برخه کې خپله همکاري وکړي.

د اساسي قانون له مخې ټول هغه چارواکي چې رسمي دولتي دنده یې پای ته ورسېږي باید له دولتي امکاناتو څخه ګټه وانخلي او د دولت له لوري ورکړل شوي وسایل بیرته تسلیم کړي.

د ولسي جرګې پخواني استازي داسې مهال د دولتي وسایلو او اسلحو له ورکړې انکار کوي چې، د پلازمېنې کابل امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوي او د امنیت نشتون د ښاریانو ژوند له ګڼو خنډونو سره مخ کړی.

امنیتي چارواکي او  حالاتو څارونکي د کابل د امنیتي وضعیت د خرابوالي پړه تر ډېره په اسلحه لرونکو حکومتي چارواکو ور اچوي او په خبره یې، له ډېرې لږې استثناء پرته هر وکیل او حکومتي چارواکی د غلو او باج اخستونکو بانډ لري او په ښار کې د جرایمو د کچې په لوړوالي کې ونډه لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

د ولسی جرګی وکیلان د ولس نمایندګان نه دی، بلکه هغه غله او ټوپکمار دی، چی د وکیلانو په چهره کی یی ظهور کړی دی.