هوواوې په لومړي وار د امریکا په بندیزونو د زیان اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د امریکا حکومت لخوا د روان کال په مۍ میاشت کې د چین پر مشهور شرکت هوواوې یو شمېر سوداګریز بندیزونه ولګیدل چې اوس یې شرکت ته په رسیدلو زیانونو ددوی لخوا هم اعتراف وشو.

د هوواوې موسس او اجرائیه رییس «رین زین» منلې ده چې د امریکا بندیزونو پر دې شرکت د زیانونو اغیز څرګند شوی چې له کبله یې د عوایدو په اټکل کې  هم کمښت راوستی دی.

دا د تېرو بندیزونو څو اوونۍ راپدیخوا لومړی وار دی چې د هوواوې موسس د بندیزونو بیاکتنې د وړاندې کولو پرمهال ددې په پایله کې د ۳۰ ملیارده امریکایي ډالرو عواید اغیزمنولو یا په اصطلاح زیان رسیدلو خبر ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: «مونږ دا توقع نه درلوده چې امریکا به مونږ په دومره برخو کې هدف وګرځوي، په دې سره به یوازې مونږ نه بلکې امریکا هم اغیزمنه شي، تمه ده چې تر ۲۰۲۱م کالو پورې به له دغو اغیزونو رابهر شو».

د امریکا حکومت د چین مشهور شرکت هغه مهال په تور لیست کې شامل کړ چې په تېر ۲۰۱۸م کال کې یې د امریکایي شرکت ایپل څخه عواید په پراخه کچه زیات وو او په ۲۰۱۹م کال کې یې د عوایدو اټکل ۱۳۰ ملیارده ډالر ټاکل شوی و، خو د بندیزونو له کبله یې دغه عواید ۱۰۰ ملیارده امریکایي ډالرو ته راښکته کړل.

امریکا دغو زیانونو په پلمه د ملي امنیت ګواښ بهانه کړ چې په مرسته یې د امریکا سوداګریز شرکتونو د هوواوې ټکنالوژۍ توکو پېر او پلور د امریکا ولمشر ډونلډ ټرمپ چارواکو له اجازې پرته نشي کولای.

له هغې وروسته د امریکا سوداګریزې ادارې د درې میاشتو لپاره پر هوواوې شته بندیزونه وځنډول چې تر اګست میاشتې به پلي کیږي، په دې لړ کې د ګوګل په شمول یو شمېر سترو امریکایي او نورو شرکتونو هوواوې سره سوداګریزې اړیکې پریکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د