افغانستان د نړۍ لومړۍ نمبر لرونکې لوبډلې څخه ماتې ومنله – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او انګلستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ په ۲۴مه سیالۍ کې د نړۍ لومړی مقام لرونکې لوبډلې «انګلستان» افغان لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د انګلستان لوبډلې مشر ایون مورګن په زړه پورې توپوهنې سره افغان لوبډلې ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د .. ویکټو په سوځېدلو «۳۹۸» منډې هدف وټاکل شو.

ایون مورګن په نړیوالو سیالیو کې په یوه لوبه کې د زیاتو شپږیزو وهلو ریکارډ جوړ کړ، همدا ډول یې لوبډلې د زیاتو «۲۵» شپږیزو وهلو ریکارډ هم په خپل نوم کړ.

نوموړي په ۷۱ توپونو ۱۴۸ منډې جوړې کړې چې ۱۷ شپږیزې او ۴ څلوریزې په کې شاملې وې، همدا ډول جوني بیرسټو ۹۰ او جويي رووټ ۸۸ منډې جوړې کړې.

په دې لړ کې د افغان لوبډلې نامتو سوکه توپ اچونکی راشد خان بدبختانه په خپلو ۹ اورونو کې ۱۱۰ منډې ورکړې چې په نړیوال جام کې د یوه توپ اچونکي لپاره تر ټولو زیاتې دي، پر نوموړي ۱۱ شپږیزې هم ولګیدې، خو دولت ځدران او ګلبدین نائب ۳-۳ ویکټې واخیستې.

په ځواب کې افغان لوبډلې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې حشمت شهیدي نیمه سلیزې، د اصغر افغان، رحمت شاه او ګلبدین نائب غوره توپوهنې په ۵۰ اورونو لوبولو سره ۲۴۸ منډې جوړې کړې.

حشمت شهیدي لومړی افغان لوبغاړی شو چې په روان نړیوال جام کې یې دویمه سلیزه ووهله، نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې «۱۰۰۰» منډې هم جوړې کړې، شهیدي نهم لوبغاړی شو چې له زرو زیاتې منډې جوړوي.

افغانستان او انګلستان لوبډلو په ننۍ سیالۍ کې په ګډه په یو ورځنیو سیالیو کې د زیاتو «۳۲» شپږیزو وهلو ریکارډ هم جوړ کړ، چې په کې ۲۵ انګلستان او ۷ شپږیزې افغان لوبډلې ووهلې.

په ننۍ لوبه کې ایون مورګن په زړه پورې توپوهنې د یادې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، په دې سره یې لوبډلې د نړیوال جام په جدول کې لومړی مقام خپل کړ، په دویم نمبر استرالیا، دریم نیوزیلنډ او په څلورم نمبر د هند لوبډله ځای لري.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې په ننۍ لوبه کې درې لوبغاړي بدل کړي وو، د حضرت الله ځاځي، حمید حسن او افتاب عالم پرځای نجیب ځدران، مجیب ځدران او دولت ځدران شامل شوي وو.

افغان لوبډلې د نورو لوبو په پرتله په ننۍ سیالۍ کې غوره توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه خو بدبختانه د توپ اچونې برخه یې د پام وړ نه وه، افغان لوبډلې په څلورو لوبو کې تر دې دمه هیڅ کومه سیالۍ نه ده ترسره کړې چې په صفر پواینټ سره د جدول په وروستي کې ځای لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د