افغان لوبغاړو د لوبې په شپه یوه ریستورانت کې شخړه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د انګلستان او افغانستان لوبډلو ترمنځ له سیالۍ وړاندې په یوه ریستورانت کې افغان لوبغاړو د یوه نامعلوم کس سره شخړه کړې.

د راپورونو له مخې پرون دوشنبه په ۱۷مه نېټه د شپې په (۱۱:۱۵) بجې هغه مهال یوه ریستورانت ته پولیس راوغوښتل شول چې یوه ناڅرګند افغان لوبغاړي د یوه عام کس سره چې ددوی ویډیو یې جوړوله شخړه کړې.

د انګلستان او افغانستان لوبډلو ترمنځ د سیالۍ په شپه دغه پېښه د مانچسټر په اکبر ریستورانت کې وشوه چیرته چې افغان لوبغاړي د شپې خوړو لپاره تللي وو.

پولیسو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې هیچچاته زیان نه دی رسیدلی او نه هم د پولیسو لخوا کوم کس نیول شوی دی خو د پېښې په اړه څیړنې روانې دي.

دا پېښه داسې مهال کیږي چې له دې څو شپې وړاندې پاکستاني لوبغاړو د شعیب ملک او میرمنې په شمول یې په یوه ریستورانت کې د شپې ناوخته راغونډ شوي وو، دوی له هند څخه په سیالۍ کې له ماتې خوړو وروسته له توندو نیوکو سره مخ شوي وو.

کله چې د افغان لوبډلې مشر ګلبدین نائب څخه د رسنیو پرمخ د یادې پېښې په اړه وپوښتل شول نوموړي ناخبري څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې په دې هکله باید له امنیتي مدیر څخه وپوښتل شي.

یاده دې وي چې افغان لوبډلې د سه شنبې په ورځ د انګلستان لوبډلې سره خپله پنځمه سیالۍ ترسره کړه چې د ۱۵۰ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
د د تعجب خبره نه ده،دا ځوان نسل شخړی او جنګ له ډاکتر (اشرف غنی)او مولوی شیخ الحدیث(هبت الله)څخه زده کړی دی.
ډیر ځوانان په کی مړه شول .شکر دوی ژوندی راوتلی دی.د جنګ کریدت مولانا او ډاکتر ته