شعـــــرونه

غزل؛ محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل

چې له بدو نه بد تره شوې بزرګ شوې
چې له حق نه ناخبره شوې بزرګ شوې

چې بډای وې له زکات نه هم منکر وې
چې غریب شوې در په دره شوې بزرګ شوې

څو دانو ته دې ځان چرګ کړ چرګ ته سپی شوې
چې مالت کې بې اثره شوې بزرګ شوې

خپلې شوکې ته دې هر پوستکی واغو ست
مار شوې يږه شوې کفتره شوې بزرګ شوې

يوو ښکلي هم زړه در نکړ بسمله
خو مجبور شوې بې دلبره شوې بزرګ شوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x