خلیلزاد وايي، د سولې لپاره د جامع تګلارې په لټه کې دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي، له افغانستانه يوازې د خپلو پوځيانو د وتلو هوکړې نه، بلکې د جامع هوکړې په لټه کې دي، چې افغانستان ته دايمي سوله راولي.

خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي،  چې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپل ټویټر پيغام کې ويلي و، چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ټولو پوځيانو وتل منلي دي.

داسې ښکاري، چې د خلیلزاد وروستۍ څرګندونې د سهيل شاهين د ټويټر پيغام په ځواب کې کړي دي.

خلیلزاد او سهيل شاهين دا څرګندونې  په داسې مهال کړي، چې طالبان او امریکا د اووم پړاو خبرو ته چمتووالی نيسي او دواړه غاړې دا هيله لري، چې راتلونکې ناسته کې به مهمه پرېکړه وشي.

د تېرې مياشتې په وروستيو کې، چې خلیلزاد د افغانستان او سيمې په سفر وتلی و، هغه مهال يې ويلي و، چې طالبانو سره د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د افغانستان خاوره د بل چا پر خلاف نه کارولو په موضوع مذاکرات نهايي کوي، خو اوس يې يو ځل بيا ويلي، چې په څلورو موضوعاتو خبرې اړينې دي.

هغه په خپل وروستي ټويټر پيغام کې ويلي، چې د تروريزم ضد مبارز، د بهرنيو ځواکونو وتل، بين الافغاني مذاکرات او تلپاتې اوربند د روانو مذاکراتو اساسي ټکي دي او طالبان هم ورسره دا خبرې مني.

طالبانو په خپلو تکراري څرګندونو او رسمي اعلاميو کې ويلي، چې د بهرنيو پوځيانو وتل او د افغانستان خاوره د بل چا پر  ضد نه کارولو موضوع ورته لومړيتوب دی او د دې موضوع له نهايي کېدو وړاندې نورو خبرو ته نه داخليږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر خان منګل
میلمه
عمر خان منګل

دا ګډی وډی متضادی خبری او بیا شف شف به کوم زخم ته ملهم شی؟ کله چی له قطر دفتر څحه بهر شی شفتالو تری هیر شی په شف شف شروع وکړی.
اصلی مساله د جنګ بنستګر کفار له افغانستانه وتل د سولی لپاره لازم او ملزوم دی چی دا دافغان ټول ولس اشد ضروری عوښتنه ده چی باید ورته احترام وشی سوله خو څه ښکر نلری خو همدا د کفارو وتل په خپله سوله ده.

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

دا د شیطان زوی درواغ وایی. دی په افغانستان کی د سولی په لټه کی نه دی، بلکی دا د شیطان زوی دیهودو او نصارا دګټو په لټه کی دی.