افغانستان

محب: امریکايي ځواکونه له افغان سرتېرو خپلې مرستې نه سپموي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار د روسیې له لورې د رابلل شوي امنیتي کانفرانس «اوفا» په لسمه ناسته کې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د نه وتلو په تړاو ډاډ وښود.

محب چې د اوفا ناستې په څنډه کې یې خبرې کولې وویل « امریکایي ځواکونه په افغانستان کې له تروریزم سره په مبارزه بوخت دي او افغان امنیتي سرتېرو ته زده کړه او مشورې ورکوي».

د محب په خبره « دا ملاتړ لا هم دوام لري او په نږدې راتلونکې کې یې موږ د تغیر او درېدلو هیڅ انتظار نلرو».

د ملي امنیت شورا سلاکار داسې مهال په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو په شتون ډاډه دی چې، طالبان وايي، امریکا ورسره د خپلو ټولو ځواکونو په ایستلو موافقه کړې او تمه ده په راتلونکې پړاو مذاکراتو کې یاده موضوع وروستۍ شي.

بل لوري ته د ګډ حکومت امنیتي چارواکي داسې مهال له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د دولتي سرتېرو تر څنګ امریکایي او بهرني ځواکونه اړین ګڼي چې، د نړیوالو ځواکونو د احتمالي وتلو له اوازو سره جوخت ګڼو عسکرو خپلې دندې پرېښي او طالبانو ته تسلیم شوي.

د چارو کارپوهان باور لري چې، که له دولتي سرتېرو سره د بهرنیو ځواکونو ملاتړ شتون ونلري هغوی به د طالبانو په وړاندې تر ډېره تم نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Pattang

زویه پر دې خبرو دې اولس ته بازي نشې ور کولی ، پرتوګ دې ډک کړی، امریکیان خپلې ګټې ته ګوري تا نو نور امریکیان څه کوي ، زړه ښځه د زنکباز لپاره نوره مانا نلري او ته خو یې تر وخته طلاق کړی یې !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close