نړۍ

امریکا؛ په هرو ۱۲ دقیقو کې یو کس ځانوژنه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹غبرګولی، ۱۳۹۸ل):  د امریکا متحده ایالات چې، د نړۍ له سترو ځواکونو او د ډیموکراسۍ او بشري مطلقې ازادۍ له سرلارو ګڼل کېږي، په هرو ۱۲ دقیقو کې د یوې ځانوژنې شاهد دی.

دې نیشن ورځپاڼې د راپور په حواله؛ په وروستۍ لسیزه کې په متحده ایالاتو کې د ځانوژنې کچه په بېساري ډول لوړه شوې او له شک پرته د امریکایي ملت لپاره په یوه ساري ناروغۍ بدله شوې.

ورځپاڼه زیاتوي، یوازې په یوه کال کې ۴۷۱۷۳ تنو په متحده ایالاتو کې ځانوژنه کړې چې، د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو سرتېرو په پرتله ۷ چنده زیات دي.

د ورځپاڼې له مخې، له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۶  میلادي کال پورې څېړنې ښيي چې، په متحده ایالاتو کې د ځانوژنې کچه ۳۳ سلنه لوړه شوې او له دیرشو ایالتونو څخه په ځينو کې یې یاده کچه په حیرانوونکي ډول لا هم پورته روانه ده.

د راپور په اساس؛ کورني مشکلات، تبعیض، اقتصادي ستونزې او شخړې هغه څه دي چې د امریکایانو ژوند یې تریخ کړی او مرګ تر ژوند غوره ورته ښکاري.

په امریکا کې داسې مهال د ځانوژنې د لوړې کچې د ثبتېدلو راپورونه ورکول کېږي چې، اوسېدونکي یې له مطلقې بشري ازادۍ برخمن دي او د هر ډول ژوند او هوس تېرولو قانوني اجازه هم له ځانه سره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x