نړۍ

د ترکیې او قطر په ټولو ښارونو کې د مرسي غايبانه جنازې وشوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي چې وړمه ورځ په مصر کې د محکمې پر مهال وفات شو، د نړۍ د بيلابيلو اسلامي هيوادونو اتباعو يې په مړينه ژوره خواشيني ښودلې او د هغه غايبانه جنازې يې اداء کړې دي.

ترکيه يواځينی هغه هيواد دی چې په لوړه کچه يې د محمد مرسي په وفات خواشينې ښودلې او د هغه هيواد له ولسمشر نه تر عامو خلکو پورې د ترکيې په بيلابيلو ښارونو کې د مرسي د غايبانه جنازې لمونځ اداء کړی دی.

تيره ورځ د ترکيې د پلازمينې انقرې په ګډون ددې هيواد په ټولو ښارونو کې ددې هيواد ولسمشر محمد رجب طيب اردغان، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو او کابينې وزيرانو هم برخه درلوده؛ د محمد مرسي غايبانه جنازه اداء د قرآنکريم ختمونه وشول او د محمد مرسي روح ته دعاګانې وشوې.

رجب طيب اردغان د مرسي له غايبانه جنازې وروسته وويل چې محمد مرسي حق ته ورسېد؛خو د هغه د مړينې په اړه ځينې شکونه او انديښنې شته دي چې هغه په خپل طبعي مرګ نه دی وفات شوی.

هغه وويل چې د مصر چارواکي دومره ډارن وو چې د مرسي جسد يې هم د هغه کورنۍ ته نه دی سپارلی.
د ترکيې سربيره په قطر کې هم په لوړه کچه د محمد مرسي غايبانه جنازې وشوې.

همدا راز په د هيواد په پلازمينه کابل، غزني او ننګرهار ولايتونو کې هم يو شمير افغانانو د محمد مرسي غايبانه جنازه اداء کړه او د هغه روح ته يې دعاګانې وکړي.

د يادونې وړ ده چې د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي چې په ۲۰۱۳ زيږديز کال کې د يوې کودتا په ترڅ کې له واک لرې کړل شو، له هغې وروسته زنداني شو چې وړمه ورځ يې د محکمې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د مرسي له وفات وروسته د نوموړي جسد د هغه کورنۍ ته ونه سپارل شو او يواځې د مرسي دوه زامنو ته د هغه د تدفين په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی احمد

اول خو داچہ نماز جنازہ غائبانہ جواز نلری پہ مذھب حنفی کی او ورپسی دا چہ دا سڑی یو مبتدع او ضال او مضل کس وو چہ سل جنازہ ورباندی وشی دجھنم د اور نہ بہ خلاصہ نشی دمبتدع نہ عدل مقبول دی نہ صرف یی

Karwan

ښاغلي مولوي احمد، مرسي يو اسلامي فکر او عقيده درلوده او ډير پاک او بيګناه انسان وه. الله د د هغه شهادت قبول کړي او جنتونه ئي ځاي کړي او دهغه مظلوم دوښمنان دالله هلاک کړي. مولوي احمد ته دي هم الله حدايت وکړي. کاروان

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close