نړۍ

د امریکا د دفاع وزرات سرپرست له خپلې دندې استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د د فاع وزارت سرپرست وزير پيټريیک شاناهان له خپلې دندې استعفا ورکړې او پر ځای يې د پنټاګون لوړپوړی افسر مارک يسپر ټاکل شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شاناهان استعفا منلې او ويلي يې دي،  چې شاناهان غواړي، له خپلې کورنۍ سره ډېر وخت تېر کړي.

پيټريک شاناهان د پخواني دفاع وزير جيمس مټیس د دندې پر مهال د دفاع وزارت مرستيال و، د تېر ۲۰۱۸ کال په وروستيو کې، چې مټيس له ټرمپ سره د يو شمېر اختلافاتو له امله استعفا ورکړه، پر ځای يې شاناهان وټاکل شو، خو نوموړی د ټرمپ د منتقدينو له لوري له سختو نيوکو سره مخ و.

د ټرمپ مخالفین وايي، ولسمشر دفاع وزارت داسې چا ته سپارلی، چې په امنيتي او دفاعی چارو کې کافي تجربه نه لري.

په امريکا د امنيتي او دفاعي ادارو مشرانو رول او فعاليت تر ډېره د افغانستان جګړې سره تړاو لري، خو پيټريک شاناهان په داسې حال کې له خپلې دندې استعفا ورکړې، چې يوه لور ته په افغانستان کې جګړې مخ پر زياتېدو دي او بل لور ته د امریکا او ایران ترمنځ د اړيکو ترينګلتيا د منځني ختيځ حالات خړپړ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x