هند کرېکټ بورډ د «افغان پریمیئر لیګ» له کوربه توب څخه انکار وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د هند کرېکټ بورډ (BCCI) د افغان کرېکټ بورډ هغه غوښتنه رد کړه چې د روان کال افغان پریمیئر لیګ سیالۍ لپاره هند کوربه توب وکړي.

د هند کرېکټ بورډ چارواکو ویلي چې مونږ د افغان کرېکټ بورډ دغه غوښتنه ځکه رد کړه چې مونږ خپلې سوداګریزې (IPL) سیالۍ لرو، او ددې په کېدلو سره زمونږ کورنی لیګ اغیزمن کیدلای شي.

افغان کرېکټ بورډ په پام کې لرل چې د «APL» شل اوریزې سوداګریزې سیالیو لپاره هند خپل کوربه وګرځوي، خو هند په حیرانونکې ډول له یادې غوښتنې منلو انکار کړی، اوسمهال هند یوازینی هېواد دی چې افغان لوبډلې سره د کرېکټ په پرمختګ کې پراخه مرسته کوي.

په دې لړ کې یې دوه غوره لوبغالي هم افغان کرېکټ بورډ ته د کوربه توب په ډول ورکړي او اوس د کرېکټ بورډ په غوښتنه دریم لوبغالي ورکولو ته هم چمتو دي.

د افغان کرېکټ بورډ چارواکو د تیرې مۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه د یوې ناستې پرمهال له هند کرېکټ بورډ چارواکو د افغان پریمیئر لیګ د کوربه توب غوښتنه کړې وه.

د افغانستان پریمیئر لیګ لومړی پړاو تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شو چې پنځه لوبډلو په کې برخه اخیستې وه او نړۍ بېلا بېل لوبغاړو کې ګډون کړی و چې اتلولي یې د بلج لیجنډ لوبډلې ګټلې وه.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس اسدالله خان له هند کرېکټ بورډ څخه دا غوښتنه هم کړې چې د هند کورني کرېکټ لیګ «رنجي ټرافي» روزونکي دې ددوی د روزونکو سره همکاري وکړي، چې هندي چارواکي په دې اړه غور کوي.

د یادونې ده چې افغان پریمیئر لیګ په پېل کې لومړی د لوبډلو د پلور په لړۍ کې له ستونزو سره مخ شو چې په کې هیڅ افغان پانګوال برخه وانخیسته او بیا یې د لوبغاړو د پلور لړۍ هم له یو شمېر ستونزو سره مخ شوه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د