پکتيکا: د برمل امنيه قومندان د طالبانو برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ امنيه قومندان له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی او درې ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

د پکتيکا ولايت د امنيه قومندانۍ وياند شاه محمد ارين رسنیو ته ويلي دي چې طالبانو د برمل ولسوالۍ په امنيه قومندان محمد ايوب تندر هغه مهال بريد وکړ چې نوموړی خپل کور ته په لاره و.

ارين وويل دا نښته چې درې ساعته يې دوام وکړ پخپله امنيه قومندان په کې وژل شوی دی او درې ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم نښته تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې په دې جګړه کې د برمل امنيه قومندان محمد ايوب تندر وژل شوی دی او د قومندان کاکو او قومندان ښايسته خان په ګډون څلور تنه اربکيان ټپيان شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د