محمد مرسي ته!/ اسدالله رزين

اسدالله رزين

مرسی رحمت دي وي په تا مرسي
د خپل کور نه یی د هرچا مرسي

مرسي زندان نه یی تیارو مات کړي
نه بی رحمیو نه دردو مات کړي

دا لوړ همت سهنه ستا مرسي
د خپل کور نه یي د هرچا مرسي

مرسي منم تا آزادي پیژنده
تا افتخار تا کامیابي پیژنده

دا تعبیر نه سوای کړ لا ی ما مرسي
د خپل کور نه یي د هرچا مرسي

مرسي قفس کې د آزادي تصور
تاسي ته پاته دا ارثي تصور

ځو په عمل کې وښود تا مرسي
د خپل کور نه یی د هرچا مرسي

په دی عمل مرسي آسانه نه ؤ
د سر په بیه ؤ ارزانه نه ؤ

تا غوره کړی ؤ همدا مرسي
د خپل کور نه يی د هرچا مرسي

مرسي ټکر له توفانو سره سوي
له ډالرونو او یورو سره سوي

چې در په برخه سي رضا مرسي
د خپل کور نه وي د هرچا مرسي

مرسي تاریخ ته دي جلا ورکړه
فکري زبون ته دي پناه ورکړه

د لوریدنو لو دنیا مرسي
د ځپل کور نه وي د هرچا مرسي

مرسي ته نه یی مړ د خیر دیوان یی
منزل ته لارکې د حریت کاروان یی

د پیغام پړک دي هره خوا مرسي
د خپل کور نه وي د هرچا مرسي

مرسي مړه هغه دي چې عزت خرڅوي
په څو ډالرو ټول امت ځرڅوي

تالۍ څټي د امریکا مرسي
د خپل کور نه یی د هرچا مرسي

مرسي مړه هغه چې حق ویلای نه سي
خولې ور تړلې وازیدلای نه سي

د یتیم غوښي خوري په غلا مرسي
د خپل کور نه یی د هرچا مرسي

مرسي مړه هغه چې شهیدان خرڅوي
د لاس پښې پری زلمو آرمان خرڅوي

ژوندي هیڅ نه دي بی وفا مرسي
د خپل کور نه یی د هرچا مرسي

مرسي د هرچا د دعا برخه یی
د هرمات زړه د تسلی برخه یی

بیخي به هیر نه سي له ما مرسي
د خپل کور نه یی د هر چا مرسي

مرسي په ویښو او ویدو کې مرسي
مرسي د شعر په ټالو کې مرسي

په (رزین ) ګران یی په رښتیا مرسي
د خپل کور نه یی د هرچا مرسي

رزین

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د