په ټولنیزو رسنیو د «هوږې سپینولو» مشهوره ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): له تیرې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسینو کې یوه ویډیو ښکته پورته کیږي چې یو کس په ډيره اسانه لاره له هوږې پوستکی لرې کوي.

دغه ویډو په ټولنیزو رسنیو کې ډیره قبوله شوې چې په لږ وخت کې تر ۱۴ ملیونو زیاتو کسانو لیدلې ده، زیاتو خلکو پر ټولنیزو رسنیو ویلي چې له کلونو راهیسې يې په غلطه لار هوږه سپينوله خو دغې ویډیو یې مشکل اسانه کړ.

په عام ډول د هوږې سپينول ځینې مهال ډیر ستونزمن بریښي، د سخت بوی له کبله یې شاوخوا کسان او هم یې سپینونکی د لاس بوی څخه تنګیږي.

ددې سپينولو لپاره له بېلا بېلو لارو کار اخیستل کیږي خو دغه ښودل شوې طریقه په اسانۍ سره کولای شي د هوږې په سپینولو کې مرسته وکړي.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې یو سړی د چاړې په واسطه هوږه ډیر په اسانۍ له غوټې په داسې حال کې راوباسي چې پوټکی ترې لرې شوی وي.

«د هوږې په یوه خوا کې د چاړې څوکه ښخه کړي بیا یې په یوه څنګ راښکاږي، چې ډير په اسانۍ سره پرته له پوټکي راووځي»، باید د چاړې څوکه ډیره نرۍ نه وي.

ويډیو دلته وګورئ!!

https://twitter.com/VPestilenZ/status/1140437217619390465?s=19

خو بالعکس ځینو لیدونکو شکایت کړی چې دوی په دغه تجربه کې ناکامه شوي دي او زیاته کړې یې ده چې نشي کولای په ویډیو کې شوې تجربه په سمه توګه عملي کړي.

ددوی دغه خبرو په ځواب کې ځینو نورو ویلي چې ددوی د ناکامۍ لامل شاید د چاړې ډول وي، ځکه چې په ویډیو کې د استعمال شوې چاړې خوله نرۍ نه ده.

د یادونې ده چې په نړۍ کې د هوږې استعمال یوازې د خوړو په ډول نه بلکې په روغتیایي لحاظه یې هم په پراخه کچه استعمال کیږي، ویل کیږي چې د ډیرو ګټو له امله به پخوا هوږه د درمل په توګه استعمالیده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د