د دکتور محمد مرسي د ژوند وروستۍ شیبې

ژباړه: اکرام واحدي

محمد مرسي: د مصر پخوانی ولسمشر له هغې وروسته مړ شو چې کله د محاکمې په پنجره کې په ځمکه را وغورځید خو امنیتي ځواکونو ورسره مرسته ونه کړه.

د مصر د معزول ولسمشر همکاران او ملګري ادعا کوي چې د زندان ساتونکو په ځمکه له را غورځیدو وروسته هغه شل دقیقي همداسې پریښی وو.

د محمد مرسي ملګري او همکاران امنیتي ځواکونه تورنوي چې د دوشنبې په ورځ کله چې د محاکمې په جریان کې نوموړی په ځمکه را وغورځید پولیسو بې پروایي وکړه او په وخت یې عاجلې لومړنی مرستې ترسره نه کړې.

داسې ادعا کیږي چې د زندان ساتونکو د اخوان المسلمین دا ۶۷ کلن رهبر د ۲۰ دقیقو لپاره همداسې په ځمکه پروت پریښود کله چې نوموړی د محاکمې په جریان کې په کوچنۍ پنجره کې بې هوشه پریوت.

محمد مرسي، چې د شوګر، لوړ فشار او د ځیګر په ناروغیو اخته وو، هغه وخت بې هوښه وغورځید چې کله ورته په ده لګیدلي تورونه اورول کیدل، په دې تورونو کې بهرنیو هیوادونو او جنګي ډلو ته جاسوسي او نږدې روابط شامل وو.

د مصر لویې څارنوالۍ دفتر دا ادعاوې رد کړي او وایي چې نوموړی په سملاسي توګه روغتون ته انتقال شوی چې وروسته بیا همالته مړ شو. ګمان کیږي چې هغه به د زړه د حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
د ملګرو ملتونو سازمان او نورو نړیوالو بشري سازمانونو د دې اسلامپال د مړینې او زندان د حالت په اړه د بې پرې څیړنو غږ کړی.

د مصر لومړنی منتخب ولسمشر چې د ازادو ټاکنو له لارې انتخاب شوی وو، وروسته بیا په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د یوې کودتاه په ترڅ کې له واکه معزول شو، تیره ورځ د هغه د کورنۍ او خپلوانو د رضایت پرته د النصر په ښار کې خاورو ته وسپارل شو. کورنۍ یې هیله درلوده چې نوموړی په خپل پلرني کلي الشرقیه کې خاورو ته وسپاري.

د ګوتو په شمیر څو کسانو چې پکې د نوموړي د کورنۍ څو تنه او د هغه مدافع وکیلان شامل وو د تدفین په مراسمو کې د ګډون اجازه درلوده خو دوي ته د نوموړي د “مړینې وروسته معایناتو راپور” په اړه معلومات ورنکړل شو.

عبدالله الحداد د چا چې ورور او پلار د مرسي سره یوځای په محکمه کې حاضر وو د عیني شاهدانو له قوله وایي: “چا دومره تکلیف هم ونه ویست”
چې کومک وکړي او مرسي له غورځیدلو وروسته را پورته کړي.

“هغه همداسې د ډیر وخت لپاره پروت وو او بیا وروسته ساتونکي راغلل او هغه یې بهر یوړ. امبولانس ۳۰ دقیقي وروسته را ورسید. نورو بندیانو چې کله نوموړی ولید چې بې هوښه شو چیغې یې کړې، په دوي کې ځینې ډاکټران هم وو هغوي د پولیسو څخه غوښتنه وکړه چې دوي ته اجازه ورکړي تر څو لومړنۍ عاجله مرسته ترسره کړي”
الحداد انډپیډینټ ته وویل.
هغه زیاتوي، “په پیل کې بې پروايي کول قصدي وو خو وروسته بیا کله چې نورو بندیانو شور ګډ کړ ساتونکو یواځې د مرسي د کورنۍ غړي بهر وویستل.”
الحداد اوس خپل پلارته په اندیښنه کې دی، سره له دې چې د زړه څلور حملې پرې راغلي خو نوموړي ته د زړه د عملیاتو اجازه نه ورکول کیږي.

“کله چې مرسي را پریوت، لس دقیقي وروسته خلکو چیغې کړې، دیوالونه یې په لاسونو وهل او د مرستې غوښتنه یې کوله.
“یو فعال انډیپیډنټ ته وویل. “هغه کورنۍ چې په محکمه کې حاضرې وې وایي چې د چیغو او شور سره سره پولیسو هیڅ مرسته ونکړه، دوي راغلل او د بندیانو کورنۍ یې له محکمې وویستل او بیا وروسته امبولانس را ورسید.

عمر دراج چې د ۲۰۱۳ م کال د کودتاه څخه وړاندې د محمد مرسي په کابینه کې د نړیوالو اړیکو وزیر وو د ذکر شوو مشاهداتو پخلی کړی. هغه انډیپینډټ ته وویل: “نوموړی شاوخوا نیم ساعت همداسې بیهوښه پریښودل شو”هغه زیاتوي په زندان کې په سمه توګه د محمد مرسي تداوي نه کیدله. عمر دراج چې له ترکیې څخه په لیکه وو وایي “یواځې څو تنو ته چې شمیر یې د ۱۰ تنو څخه کم وو د هغه په جنازه کې د ګډون اجازه ورکول شوه. په بې پرې توګه له مړینې وروسته د هغه د جسد معاینات ترسره نه شول.”

د مصر د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د انډیپیڼډنټ په غوښتنه دې تورونو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې. د رسمي سرچینو له قوله مرسي په سملاسي توګه له بیهوښه کیدو وروسته روغتون ته انتقال شوی.

د مصر د عموي اطلاعاتو ادارې هغه راپورونه بې بنسټه او غلط بللي چې ګواکې په زندان کې د مرسي روغتیاي حالت ته پاملرنه نه ده شوی، دوي زیاتوي چې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی د محکمې له لوري نوموړي ته منظور شوی وو.
یاده اداره همدارنګه د بشري حقونو په سازمانونو هم د درواغو خپرولو تور پورې کړی ، خو د دې تر څنګ د بې پرې او عاجلو څیړنو غوښتنې زیاتې شوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د مرسي مړینه “ خواشینونکی خو پیښیدونکې” بللې او زیاتوي چې د مرسي د کورنۍ غړو د معلوماتو له مخې هغه ته یې د اوسیدلو لپاره د تورا په زندان کې یوه چټله خونه ځانګړې کړې وه په داسې حال کې چې هغه د شوګر له رنځه کړیده او روغتیا ته یې هیڅ پاملرنه نه کیدله.
تیر کال د برتانیا د پارلمان ځینو غړو او وکیلانو یو راپور خپور کړی وو او ویلي وو چې د دې خطر احتمال شته چې د روغتیایي نه پاملرنې په وجه مرسي په زندان کې ومري.

د برتانوي هیئت چې مشري یې د بهرنیو اړیکو د کمیټې پخواني مشر کریسپین بلنټ کوله د لندن د ځینو وکیلانو سره په ګډ بیان کې ویلي چې داسې نخښې او شواهد شته چې پخوانی ولسمشر د شکنجو لاندې نیول شوی ځکه چې هغه به په شپه او ورځ کې ۲۳ ساعته په کانکریټي تنګه یو نفري خونه کې ساتل کیده.
محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال په اوړي کې وروسته له هغې چې د حسنی مبارک د وخت لومړي وزیر احمد شفیق څخه یې ټاکنې وګټلې د مصر ولسمشر وټاکل شو.

یو کال وروسته د پراخو مظاهرو [کودتاه] په ترڅ کې نوموړی له واکه ګوښه شو. د ۲۰۱۳ کال د جولای په میاشت کې بندي شو او پنځه میاشتې یې د بند ځای نا معلوم وو.
په دې جریان کې فوځ په اخوان المسلمین وحشیانه عملیات او بریدونه وکړل، سلګونه (زرګونه) یې ووژل او په لس ګونه زره نور یې د زندان دتورو تمبو شاته وغورځول.

د ۲۰۱۳ م کال نومبر میاشت کې محمد مرسي هغه وخت ولیدل شو چې کله په محکمه کې ورته تورونه اورول کیدل.
په نوموړي د جاسوسۍ، زندان څخه فرار او خلک مظاهرو ته هڅولو تورونه لګیدلي وو.

د محمد مرسي د مړینې خبر له خپریدا وروسته په قاهره ډیر کمرنګه غبرګون تر سترګو کیده، مګر په استنبول کې د ترکیې د مذهبي امورو ادارې په بلنه په زرګونه کسان د غایبانه جنازې لپاره را جمع شوي وو. ولسمشر رجب طیب اردغان، د مرسي نږدې ملګري او ملاتړي مرسي شهید وباله او د ده دمرګ پړه یې د مصر په خاین حکومت واچوله.
نوټ: د دې لیکنې لیکوال بیل ترو دی https://twitter.com/beltrew او د ویبسایټ ادرس:www.independent.co.uk

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه
عبد الله

الله پاک دی شهادت قبول کری، نر سری وو بیلگی یی په اسلامی حکماوو کی د گوتو په شمیر دی. د خاین محمد بن سلمان ارمان به پوره شوی وی.

حکیمي
میلمه
حکیمي

داولې زه نسم کولای هروخت تبصیرې ثبت کړم

طالبان باید دمرسی له سرګذشت نه زده کړه وکړي او دامریکایانو په جوړه کړې اردو دې باورنه کوي
که ته خپل نظامی قوت ونه لرې انتخابات به هم ورسره وکړې بیا به دې هم خپل اسلامي فکر اوعمل ته نه پرېږ دي

حکیمي
میلمه
حکیمي

نن ټکی اسیا ته سلامونه ملګرو دلیږلو چل یی نه راځي دا خودرسره نشرکړۍ پارلمان کې 😜 غزل شینکي په پارلمان کې اوسپېره په پارلمان کې وېشل مې دخوړو په ځای واښه په پارلمان کې قانون دځنګله به جوړېده په پارلمان کې قانون دځنګله به چلېدۀ په يارلمــــان کې یوه غوایي په ټوکه کې دویم غوایي ته ووېل خوتللې به غوبل به دې واهه په پارلمان کې یوه ښځه مې وليده له ښځومې زړۀ تورشو سپره وه دسړي په اورمېږه په پارلمان کې په نه خبره جنګ وو دصلیب دشرابیانو مېزونه اوچوکۍ به ماتېده په پارلمان کې همدا به حکیمي… نور لوستل »