پارلمان؛ د وکیلانو تر منځ شخړه کې یو ځل بیا چوکۍ او مېزونه مات شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ولسي جرګې د ریاست په سر شخړه چې، له کابو دوو میاشتو راهیسې دوام لري نن یو ځل بیا له لفظي شخړو وروسته په فزیکي شخړه واوښته او ترمنځ یې چوکۍ او مېزونه مات شول.

د ولسي جرګې له تالار څخه ټولنیزو رسنیو ته په راوتلې ويډیو کې ښکاري چې، د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي پلویان یو بل ته ګواښونه کوي او تر منځ یې د ولسي جرګې ساتونکي امنیتي ځواکونه ګرځي.

که څه هم دوې ورځې وړاندې پریکړه شوې وه چې، د پارلمان جنجال باید نور ونه غځول شي او د شکمنې رایې په تړاو باید په ښکاره او یا هم پټ ډول ټاکنې ترسره شي، خو د پارلمان وکیلان بیا هم په یاده پرېکړه تفاهم ته ونه رسېدل.

کمال ناصر اصولي چې، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د میر رحمان رحماني سیال بلل کېده نن وویل: د شکمنې رایې په تړاو باید له سره ټاکنې وشي او د رایو صندقونه باید یو ځل بیا کېښودل شي.

نوموړي زیاته کړه «  د چا پلار هم په زور ریاست نشي نیولای او هر څوک چې زور کوي، د جنګسالار، ډیموکراټ او قوماندان لاس یې دې خلاص وي».

په ورته وخت کې ځینو رسنیو داسې راپورونه هم ورکړل چې، په نننۍ فزیکي شخړه کې د جمعه خان همدرد د زوی په ګډون درې تنه وکیلان هم ټپیان شوي.

د ولسي جرګې د ریاست په سر لانجې د دولت مقننه قوه فلج کړې او په داسې یو حالت کې چې هیواد له حساسو شرایطو تېرېږي وکیلان لا هم په خپلمنځي شخړو اخته دي.

د پارلمان دننه ځینو وکیلانو وویل « ارګ د ولسي جرګې په شخړه کې لاسوهنې کوي او په داسې حال کې چې ټول وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي وکیلان د شخړې هواري ته نه پرېښودل کېږي».

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

که زه باچا وای ( وبخښی، دیکتاتور وای، وبخښی ، بېرحمه امپراطور وای) نو می دا ټول وکیلان ( بېله استثنا، د چاکی پلټن په شمول) لومړی د پکتیا یا نورستان ځنګلونو ته لېږل او غټی غټی ونی می په اَرَه کولی او دا ونی می ددوی په شا بار او کابل ته می راوړلی او بیا می څلور میاشتی پدی ټولو د نجاری مسلک زده کاوه او دی ته می هڅول چه د راوړل سوو ونو څخه نوی میزونه او چوکی جوړی کی. انسانیت د سقوط په حال کی ښکاری. ښائی خو دا چی وولس په مسلکی او پوهو… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

وکیلانو په ثبوت ورسوله چی پارلمان غوجل دی. ای احمقانو ملالی جویا هسی ټوکی کولی چی وکیلان حیوانات دی، مګر تاسی لوده ګانو خپل حیوانیت ثابت کی.