ملګري ملتونه: محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په قتل کې ښکېل دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹غبرګولی، ۱۳۹۸ل): ملګري ملتونه وايي، داسې  دلايل يې موندلي، چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په قتل کې ښکېل دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې اجنيس کالامارد نن چهارشنبه په جنيوا کې يوې غونډې ته وويل، چې محمد بن سلمان د ښې اړخي سعودي خبريال جمال خاشقجي په قتل کې ښکېل دی او ټينګار يې کړی، چې په دې اړه بايد نور بې پرې تحقيقات وشي.

کالامارد په خپل راپور کې ويلي، جمال خاشقجي په ډېر وحشت سره وژل شوی او د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوتيريش څخه يې غوښتي، چې نړيواله جنايي محکمه دې په دې اړه د هر دولت له مداخلې پرته څېړنې وکړي.

د راپور ليکواله وايي، د تېرو څېړنو پر مهال سعودي چارواکو خپله بدنیتي ښکاره کړې ده.

د راپور مهم ټکي

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې جمال خاشقجي په وحشي توګه له هر ډول قانونه لرې وژل شوی، چې مسؤوليت يې د سعودي حکومت ته راجع کيږي.

د خاشقجي قتل د نړيوالو ديپلوماتيکو اړيکو نقض دی او سعودي د ملګرو ملتونو د منشور له اساسي بند څخه سرغړونه کړې، چې د بيان ازادي ده.

ډېر داسې دلایل موندل شوي، چې د سعودي او ترکيې شوې څېړنې په نړیوالو معيارونو نه دي پوره.

سعودي حکومت اړ دی،  چې ترکي چارواکو سره د خاشقجي د قتل په تړاو مرسته وکړي او تر اوسه يې په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره هېڅ ډول معلومات نه دي شريک کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسيون ويلي، محمد بن سلمان بايد د جمال خاشقجي د وژونکو په ډله کې وشمېرل شي او په هېواد دننه او بهر بنديزونه پرې ولګول شي.

۵۹ کلن جمال خاشقجي د تېر ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲مه د ترکيې استانبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ کې د متخصصې وژونکې ډلې له لوري وژل شوی، چې د همدې کار لپاره له سعودي استانبو ته تللې وه.

په لومړيو کې سعودي چارواکو د خاشقجي له وژلو انکار کړی و، خو وروسته يې ومنله، چې نوموړی د څېړنو او فيزيکي شخړې پر مهال وژل شوی دی.

سعودي حکومت وايي، د خاشقجي د قتل په تړاو يې يوولس کسان محکمې ته وړاندې کړي، خو تر اوسه د دغې محاکمې روڼتيا په اړه پوښتنې او شکونه پر ځای پاتې د ي.

نيويارک ټايمز او ځينو نورو رسنيو ويلي، چې شونې ده، سعودي حکومت د خاشقجي په قتل کې ځينې کسان د دې قضيې قرباني کړي او د محمد بن سلمان د ژغورلو هڅه وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د