غزل؛ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

زه مې د ميني و دنیا ته لاس رسی نه لرم
ورکه جانانه چې و تاته لاس رسی نه لرم

ډېره موده کېږي اخیستی یم څپو د بېلتون
ډېره موده کېږي چې چاته لاس رسی نه لرم

په لندو سترګو به مې غوښتی وای خیرات ددیدن
ارمان د حسن و باچاته لاس رسی نه لرم

د عشق امام پسې به وس لا کړم د وصل جومات
وختونه کم دي بیا قضا ته لاس رسی نه لرم

ماشوم یتیم په غریو نیولي اواز داسې ویل
مورجانې ولې مې بابا ته لاس رسی نه لرم؟

پر مات وجود مې اوس د ټول ژوندون ژړاخوره ده
یاره خفه نه شې خندا ته لاس رسی نه لرم

ېو وخت وم غېږ د اداګانو کې ویده ” شفاعت ”
او وس بېخی یوې ادا ته لاس رسی نه لرم

شفاعت

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د