غزل- شرافت وياړ

شرافت وياړ

کوم چنار ته چې طالـب ډډه وهله!
د طالب د یارانې په تور شهید شو!

دلته داسې جملې رسم دي تاریخ کې!
دا د سپینې عقیدې په تور شهید شو!

مجرم نه ؤ خو یوه ګناه یې دا وه!
د څادر او لنګوټې په تور شهید شو!

زموږ د کلي طالب خویه ؤړکی هم نن!
د مسجد او د حجرې په تور شهید شو!

مدرسه مو هم ټوټه ټوټه شوه یاره!
سپین مسجد د منارې په تور شهید شو!

ویاړ په وینو لت پت دنګه ځواني پروت ؤ!
د ټوپک او د چانټې په تور شهید شو!

شرافت وياړ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د