نظم؛ زمريالی اباسين

زمريالی اباسين

په لمبوکې زندګي ده

بس د وینو ارزاني ده

خام بویونه د هډوکو
د مرګونو پرېماني ده

د بنده بنده بنده دی
دا لا څنکه بندګي ده

تش کچکول په لاس اسمان ته
ناچاري ده نېستمني ده

غریب مړ دی غریب پړ دی
د خونخوارو پاچايي ده

هر څه ویني هېڅ نه وايي
ړنده شوې بینايي ده

هره تمه درواغجنه
هر درواغ مو دلجويي ده

دا ښار ندی هدیره ده
زندګي تصادفي ده

ویر ژړا واوېلا څړیکې
بس همدا مو موسیقي ده

بورې کونډې کوي کریکې
جوړه شوې رسوايي ده

دا چپه کړئ دا حلال کړئ
د بې رحمو قصابي ده

وجدان خرڅ شو ضمیر مړ شو
د کم ظرفو باداري ده

هغه اوس هم لا حاکم دی
چې نانځکه اجنبي ده

مفکورې مو پردۍ شوي
ګټه ټوله د پردي ده

عقیده مو اغوا شوې
داعشي ده طالبي ده

یوه لوېشت وېښته معیار دی
اوږده ږیره صحابي ده

یا قاتل شه یا مقتول شه
بس همدغه کاریابي ده

اراده دې کړغېړنه
او پلمه دې مذهبي ده

یا د کور وي یا د ګور وي
دلته ښځه زنداني ده

د مفلس زوی جوالي شوی
د واکمنو لور غني ده

زه به کومه کومه ژاړم
دلته ټوله بدبختي ده

په څېرو کې کرکې ښکاري
زړو کې مېشته زمختي ده

غر سیندونه ځمکې غصب شوې
بدماشي ده زورګويي ده

بم غورځیږي رهبر خاندي
وايي دا ډيپلوماسي ده

که دوستي که دښمني ده
دا سیاسي ده دا سیاسي ده

چې تنخوا دې خیراتي ده
چې سلا دې خیراتي ده

ته به څه وطن ودان کړې
چې ټول کار دې درغلي ده

دا شهید هغه شهید دی
یاره دا څه ریشخندي ده

زه پوهېږم ته پردی یې
ولس سوځي ستا مستي ده

د ملت په کور غوغا ده
د رهبر په کور پارټي ده

په خولې پاستي کېږده چوپ شه
اباسینه دا کافي ده

زمريالی اباسین

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د