مشر روزونکی: له نړیوال جام وروسته به د دولت احمدزي رازونه افشا کړم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ لوبډلې مشر روزونکي فیل سیمنز د افغان لوبډلې د غوراوي کمیټې پخواني مشر دولت احمدزي په ځواب کې ویلي چې له نړیوال جام وروسته به د نوموړي ټول رازونه افشا کړي.

له دې وړاندې د کرېکټ بورډ د ټيټې برخې د غوراوې کمیټې مشر دولت احمدزي د افغان لوبډلې پر روزونکو سختې نیوکې کړې وې چې ولې یې له دومره لګښتونو او کوښښونو وروسته نړیوال جام ته غوره لوبډله چمتو نشوه کړای.

ددې په ځواب کې د افغان لوبډلې مشر روزونکي فیل سیمنز پر ټویټر توند ځواب ورکړی چې په دې لړ کې د نوموړي رول تر ټولو زیات منفي و:

«زه د نړیوال جام په دوران کې یم، کوښښ کوم چې لوبډله په هغې کچې پای ته ورسوم څومره چې تمه لرم، خو له نړیوال جام وروسته به د افغان کرېکټ غوراوي کمیټې مشر هغه رازونه د افغانانو پر وړاندې روښانه کړم چې د لوبغاړو په چمتو والي کې کړي، او د نوموړي هغه رول چې د اصغر افغان په ګوښه کولو کې یې درلود ښکاره کړم».

داسې بریښي چې مشر روزونکي دغه ټویټ اوس له خپلې پاڼې حذف کړی دی.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه دې خبرې ته هم اشاره کړې چې نړیوال جام به یې د افغان لوبډلې سره وروستنی وي او له دې وروسته به هیڅ تړون لاسلیک نه کړي.

د دولت احمدزي او د مشر روزونکي فیل سیمنز دغه خبرې ددې لامل شوې چې پر ټولنیزو شبکو کې د افغان لوبډلې حالت له بل هر وخت بدتر ښودل شوی، د هند مشهورې کرېکټ ویبپاڼې «کریک انفو» پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «اوسمهال په افغان لوبډله کې هیڅ شی سم نه دی روان».

دولت احمدزي پر افغان کرېکټ مشر او نورو روزونکو سخت تورونه پورې کړي وو چې ګواکې د سترو لګښتونو سربېره دوی د نړیوال جام لپاره غوره لوبډله نه ده چمتو کړې، نوموړي زیاته کړې دا د روزونکي پړه ده چې لوبډله یې څرنګه په کار وه نړیوال جام ته چمتو نه کړه.

د ټيټې یا جونیر غوراوي کمیټې مشر دا هم ویلي چې د افغان لوبډلې «روزونکي ډله» له افغانستان کرېکټ بورډ څخه هر کال ۵۰۰زره امریکایي ډالره اخلي.

دا تورونه داسې مهال لګیږي چې د افغان کرېکټ بورډ له نړیوال جام څخه یوه میاشت وړاندې کامیاب لوبډلمشر اصغر افغان ګوښه او پرځای یې ګلبدین نائب د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر وټاکه، دغه پېښه یوازې د افغان لوبغاړو لخوا نه بلکې د نړیوالو مبصرینو لخوا هم په پراخه کچه وغندل شوه.

له نړیوال جام څخه وړاندې فیل سیمنز رسنیو ته ویلي وو چې د لوبډلمشر په بدلولو نوموړي ته د افغان کرېکټ بورډ لخوا هیڅ خبر نه و ورکړل شوی.

د یادونې ده چې افغان لوبډلې په نړیوال جام کې پنځه لوبې کړي او تر دې دمه یې پنځه ماتې خوړلې دي، ددوی وروستي څلور لوبې به د هند، پاکستان، بنګلدیش او ویسټ انډیز لوبډلو پر وړاندې وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د