پاکستاني فوځ: په اورکزئ ایجنسی کي مو شپږ وسلوال وژلی دي

orakzai_agency(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۳) اورکزئ ایجنسي: پاکستاني ځواکونو په ډاګه کړی ده چي اورکزئ ایجنسي کی مو نن سهار دیو برید په ترڅ کي شپږ کسه وسلوال وژلی دی، خبري رسنیو زیاته کړی ده،  جنګی جیټ الوتکو او هلیکوپټرو هم په سیمه کي دوسلوالو پټ ځایونه تربرید لاندي راوستلي دي،

له بلي خوا څخه نن ورځ دخیبر پښتونخوا دشبقدر په سیمه کي نامالومو وسلوالو دبریښنا یوه لویه پایه په چاودیدونکو موادو الوزولی ده، له سیمي څخه عیني شاهدان وایی دبریښنا دپایی دویجاړیدو له کبله ټوله سیمه له بریښنا څخه محرومه شوی ده، چي دسیمي خلګ له سختو کړاوونو سره مخ کړی دی.

بخت الرحمن بخت …………….نن تکی اس

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د