د سعودي بهرنيو چارو وزير عادل الجبير

سعودي د خاشقجي قتل په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د سعودي عربستان حکومت د جمال خاشقجي د قتل په اړه د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړی، چې وليعهد محمد بن سلمان يې په کې ښکېل بللی و.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير ويلي، محمد بن سلمان د خاشقجي  په قتل کې دخيل نه دی او په دې اړه يې د ملګرو ملتونو راپور له تضاداتو ډک او بې باوره بللی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميسيون په راپور کې راغلي و، چې محمد بن سلمان په مستقيمه توګه د جمال خاشقجي په قتل کې ښکېل دی او پر هغه يې د بنديزونو لګولو غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د ځانګړو څېړنو راپور ليکونکې اجنيس کالامارډ تېره ورځ په جينوا کې يوې غونډې ته وويل، داسې اسناد او شواهد يې موندلي چې محمد بن سلمان د خاشقجي په قتل کې دخيل دی او د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوتيريش څخه يې غوښتي، چې په دې اړ د بې پرې څېړنو کميسيون وټاکي.

۵۹ کلن جمال خاشقجي د تېر ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲مه د ترکيې استانبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ کې د متخصصې وژونکې ډلې له لوري وژل شوی، چې د همدې کار لپاره له سعودي استانبول ته تللې وه.

په لومړيو کې سعودي چارواکو د خاشقجي له وژلو انکار کړی و، خو وروسته يې ومنله، چې نوموړی د څېړنو او فيزيکي شخړې پر مهال وژل شوی دی.

سعودي حکومت وايي، د خاشقجي د قتل په تړاو يې يوولس کسان محکمې ته وړاندې کړي، خو تر اوسه د دغې محاکمې روڼتيا په اړه پوښتنې او شکونه پر ځای پاتې د ي.

نيويارک ټايمز او ځينو نورو رسنيو ويلي، چې شونې ده، سعودي حکومت د خاشقجي په قتل کې ځينې کسان د دې قضيې قرباني کړي او د محمد بن سلمان د ژغورلو هڅه وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د