د بشري حقوقو فعاله: د افغانستان عدلي ارګانونه د «زورواکو» تر اغېز لاندې دي

د بشري حقوقو د کمیسیون یوه فعاله «پټرسیا» وايي، د افغانستان محکمې او د عدالت غوښتلو مرکزونه د زورواکو تر اغېزې لاندې دي او خلګو ته انصاف نشي ورکولای.

پټرسیا چې، د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې په تړاو یې خبرې کولې د فوټبال د فدراسیون پخواني رئیس « کرام الدین» ته په اشارې وویل « نوموړی لا هم نه دی نیول شوی او دا موضوع ښيي چې د افغانستان محاکم لا هم د زورو تر اغېز لاندې دي او هغوی په دې برخه کې خپلې ريښې غځولې».

پټرسیا زیاته کړه « د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې موضوع د افغانستان د حکومت لپاره یوه ازموینه ده، که چېرې حکومت دا موضوع تعقیب کړي او د جنسي ځورونې په وړاندې معافیت ختم کړي دا به د افغانستان لپاره او د هغو زړورو مېرمنو لپاره یوه بریا وي چا چې له ستونزو او خطرونو سره، سره د عدالت غوښتنې غږ پورته کړ».

د پټرسیا په خبره؛ کرام الدین ځکه نه نیول کېږي چې، نوموړی د پولیسو او لوړپوړو سیاستوالو تر منځ له ستر نفوذ څخه برخمن دی.

د ګډ حکومت تر چتر لاندې د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دا لومړی ځل نه دی چې په یادو ارګانونو کې د زورواکو د نفوذ خبرونه خپرېږي، تر دې وړاندې هم په بیا، بیا د لوړپوړو چارواکو موضوعات په عدلي او قضايي ارګانونو کې ورک شوي.

په عدلي او قضايي ارګانونو کې د رشوت اخستل، د واسطه لرونکو اشخاصو په ګټه د پریکړو صادرول او له ښځينه مراجعینو څخه د جنسي رشوت غوښتل هغه څه دي چې، خلګ یې د حکومت له عدلي ارګانونو بېزاره او د طالبانو محاکمو ته ور مات کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د