د کډوالو چارو داره: ایران او پاکستان ۱۱۲ زره افغان کډوال په زور شړلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کډوالو نړیواله اداره  یا «ای او اېم» وايي، د ایران او پاکستان هیوادونو د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیله تر اوسه ۱۱۲ زره افغان کډوال په زور ایستلي.

د کډوالو چارو ادارې بي بي سي ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي « د روان کال له پیله تر دې دمه ایران ۸۵ زره او پاکستان دوه زره افغان کډوال را شړلي، په دې سربېره ۸۰۰۰ افغان مهاجر له پاکستان څخه په خپله خوښه افغانستان ته راغلي».

د کډوالو چارو اداره داسې مهال ایران او پاکستان د افغان کډوالو په جبري لېږلو تورنوي چې، د یادو هیوادونو چارواکي د افغانستان او یو این ایچ سي ار له استازو سره په اسلام اباد کې په خبرو بوخت دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر « سید حسین عالمي بلخي» چې په یاده غونډه کې ګډون لري، رسنیو ته په خبرو کې وویل چې، ایراني او پاکستاني چارواکو ورسره منلې چې افغان کډوال به نور نه ځوروي او په جبري ډول به یې له هیواده نه وباسي.

بلخي همدا راز هیله وکړه څو پاکستان په دې هیواد کې د شته کډوالو د اوسېدو موده وغځوي او په نړیواله ټولنه یې غږ وکړ څو له پاکستان سره د کډوالو په برخه کې مرسته وکړي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د لېږلو تورونه داسې مهال ورکول کېږي چې، د یاد هیواد له لوري افغان مهاجرینو ته د پاتې کېدلو ورکړل شوې قانوني موده پای ته په رسېدو ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د