ملګري ملتونه: جرمني او قطر د بین الافغاني مذاکراتو په دایرولو کار کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): ملګري ملتونه وايي، سره له دې چې د طالبانو او امریکا مذاکرات پراخ نړیوال ملاتړ لري خو تر څنګ یې ځیني هیوادونه هڅه کوي د طالبانو او کابل د حکومت تر منځ رسمي مذاکرات پیل کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا «یوناما» مشر «تادامیچي یاماموتو» د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په خپله وینا کې وویل « د طالبانو او امریکایي لوري مذاکرات پراخ نړیوال ملاتړ له ځانه سره لري خو تر څنګ یې د افغانستان ځیني ملګري هیوادونه هڅه کوي د کابل د حکومت او طالبانو تر منځ رسمي مذاکرات پیل کړي».

نوموړي زیاته کړه ، د یادو هیوادونو له ډلې جرمني او قطر په ځانګړي ډول ددې مذاکراتو د دایرېدلو په برخه کې زیار باسي او د ټول زیار  تمرکز په دې دی څو طالبان او د کابل حکومت یو بل ته مخامخ کړي.

د یاماموتو په خبره،  طالبانو ته د حکومت پیغام واضح دی، د مذاکراتو مېز ته راشئ او خبرې وکړئ.

په داسې وخت کې چې، د طالب او امریکايي استازو تر منځ اووم پړاو خبرې په «لنډه فاصله» کې دي او تر ډېره تمه کېږي چې، دا دور مذاکرات به پریکنده او له یوې څرګندې پایلې سره مل وي خو ګډ حکومت لا هم په دې خبرو کې منزوی دی او په اړوند یې هیڅ جزئیات نه لري.

ملګري ملتونه داسې مهال، د بین الافغاني مذاکراتو د دایرولو خبر ورکوي چې، طالبانو په بیا، بیا  د کابل له حکومت سره خبرې رد کړې او حکومت یې د بهرنیانو «ګوډاګی» بللی.

په ورته وخت کې، له کابل حکومت سره د طالبانو د مخامخ کولو هڅې داسې مهال دوام پیدا کوي چې، د ګډ حکومت امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو په وړاندې یې عملیات پراخ کړي او له جګړه ئیزې لارې به یې وځپي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د