افغانستان

یوناما: ټاکنې باید له ټاکل شوي مهالوېش سره سمې وشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» وايي، ددې لپاره چې د افغانستان د حکومت مشروعیت له سره تازه شي او  په افغانستان کې د دیموکراسۍ شکل ثابت پاتې شي، اړینه ده ټاکنې پرته له کوم ځنډ له  ټاکلي مهالوېش سره سمې وشي.

د یوناما مشر « تادامیچي یاماماتو» چې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته یې خبرې کولې  وویل « د افغانستان خلګو له سیاسي او دیموکراتیکي لارې د خپل راتلونکي ټاکلو ته ژمنتیا ثابته کړې او په سختو شرایطو او خراب امنیتي وضعیت کې یې رایه ورکړې او د ټاکنو په پروسه کې یې برخه اخستې».

تادامیچي زیاته کړه « که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بودیجې په اعلانولو او د رایه ورکوونکو د تقویتي نوملیکنې په ترسره کولو سره؛  ټاکنو د شفافیت په برخه کې زیار ګاللی خو لا هم اړتیا ده د ننګونو او درغلیو د مخنیوي په وړاندې پراته خنډونه لیرې شي او د باور وړ ټاکنې ترسره شي».

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت داسې مهال د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د شفافیت هیله لري چې، ګڼ شمېر افغانان لا هم په دې پروسه باوري نه دي او تېر ته په کتو څرګندوي چې، هر څه د بهرنیانو په خوښه کېدونکې دي.

څه موده وړاندې د حزب اسلامي رئیس « ګلبدین حکمتیار» وویل، تر څو چې بهرنیان شتون لري د ټاکنو شفافیت غیر ممکن دی او هر څه به د هغوی په خوښه ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x