اشرف غني د ولسي جرګې د تړلو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر ډاکټر اشرف غني د ولسي جرګې د جنجالونو له دوام سره ګواښ کړی چې، که ستونزه حل نشي ولسي جرګه به وتړي.

پژواک خبري اژانس ولسمشرۍ ماڼۍ ته د نږدې سرچینو له قوله لیکلي « ولسمشر غني، ګواښ کړى، که ولسي جرګه په يوه اونۍ کې خپله ستونزه هواره نه کړي، نو وبه تړل شي.

د ګډ حکومت مشر داسې مهال د ولسي جرګې د تړل کېدو ګواښ کوي چې، د یادې جرګې د ریاست په سر راپورته شوې شخړه د میاشتو په تېرېدلو سره لا هم دوام لري.

تېره ورځ هم د ولسي جرګې په تالار کې د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي پلویانو فزیکي شخړه کړې وه او د غیر رسمي سرچینو په خبره تر منځ یې درې تنه وکیلان هم ټپیان شوي وو.

په ولسي جرګه کې د ریاست په سر روان جنجال د ولسي جرګې حیثیت له منځه وړی او په ټولنیزو رسنیو کې د فعالانو د طنزي لیکنو تر ټولو ګرمه موضوع ګرځېدلې.

څه موده وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړو ویلي وو، ارګ په غیر مستقیم ډول د پارلمان جنجال ته لمن وهي او په داسې یو حالت کې چې وزارتونه یې سرپرستانو ته سپارلي او په هیواد کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت د اندېښنې وړ دی؛ ارګ لا هم نه غواړي موږ د ارام ساه واخلو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د