ننګرهار کې چاودنې شل تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا(پنجشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د اربکي قومندان په موټر چاودنې دوه تنه اربکيان وژلي او  د دوه اربکيانو په ګډون يې اتلس تنه نور ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې چاودنه د جلال اباد ښار د دوهمې ناحيې اړوند شيشم باغ سيمه کې د نازیانو ولسوالۍ د اربکيانو قومندان ملک دهقان په موټر شوې ده چې له امله يې  دوه تنه اربکيان وژل شوي او د دوو اربکيانو په ګډون اتلس تنه نور ټپيان شوي دي.

خوږياڼي ويلي چې ټپيان له پېښې وروسته سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د