د روسیې او ایران امنیتي چارواکي د افغانستان په وضعیت غږېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د روسيې او اېران هیوادونو د ملي امنیت شوار سلاکاران د روسیې له لوري د رابلل شوې امنیتي ناستې «اوفا» د لسمي غونډې په څنډه کې د افغانستان په وضعیت او په ګاونډیو هیوادونو باندې ددې حالت په اغېز غږېدلي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور په حواله، نیکلای پاتروشف او علي شمخاني له یو بل سره د اوفا په غونډه کې وکتل او د سوریې  په موضوع سربېره یې د افغانستان د وضعیت په تړاو هم رغوونکې خبرې درلودې.

راپور زیاتوي، نیکلای پاتروشف د افغانستان د بیلابیلو اړخونو تر منځ د ناستو د برابرولو په برخه کې د خپل هیواد هڅې یادې کړې او څرګنده یې کړه چې، د افغانستان  خراب امنیتي وضعیت په ګاونډيو هیوادونو ناوړه اغېز لري او افغان سیاسیون، مشران او د سولې د لارې خلګ باید د مخالفو اړخونو په رضا کولو او د سولې په برخه کې د رغوونکو ناستو  په دایرولو کار وکړي او یاده موضوع په جدیت تعقیب کړي.

د ایران د ملي امنیت شورا د سلاکار « علي شمخاني» له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د یادې لیدنې د تائید تر څنګ ذکر شوې چې، شمخاني سولې ته د افغانستان د رسولو په برخه کې د روسیې، ایران او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو هڅې اغېزمنې یادې کړې او د روان کال په دوهمه نیمايي کې تهران ته د افغانستان د ګاونډیانو د ګډون په تمه رابلل کېدونکی امنیتي کنفرانس یې په دې برخه کې مرسته کوونکی وباله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د