
فیفا: شاید ولسمشریزي ټاکنې یو ځل بیا وځنډېږي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د خپلواکو او رڼو ټاکنو د څار بنسټ «فیفا» وايي، ځیني لاملونه شته چې له مخې یې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ وړاندوینه کېدای شي.
د فیفا بنسټ مشر « یوسف رشیدي» تېره ورځ په کابل کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي پلان ته په کتو ویلای شو چې په ټاکل شوې موده کې دننه د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل شوني نه دي.
یوسف زیاته کړه « د پلان نشتون، د کمېسیون د غړو تر منځ ژور اختلافات او د ټاکنو تر سره کېدو ته نه ژمنتیا هغه څه دي چې، د ټاکنو د ځنډ باور نور هم غښتلی کوي».
د رشیدي له قوله؛ د بودیجې نشتون بل هغه فکټور دی چې، د ټاکنو کمېسیون عملیاتي پلان او د لازم پرسونل په ځای کېدل یې له ستونزو سره مخ کړي.
په خپلواکو او رڼو ټاکنو د څار بنسټ داسې وخت، د ولسمشریزو ټاکنو د بیا احتمالي ځنډ خبر ورکوي چې، نړیواله ټولنه او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان په وخت د ټاکنو د ترسره کېدو او له بیا ځلې ځنډېدو څخه په مخنیوي ټینګار کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت هم هیله کړې وه څو ټاکنې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمې ترسره شوي.
د یوناما مشر « تادامیچي یوماموتو» د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خبرو په مهال وویل « ددې لپاره چې د افغانستان د حکومت مشروعیت له سره تازه شي او په افغانستان کې د دیموکراسۍ شکل ثابت پاتې شي، اړینه ده ټاکنې پرته له کوم ځنډ له ټاکلي مهالوېش سره سمې وشي».