ګوګل؛ د واټساپ پر وړاندې د پیغام استولو نوی سروس وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): واټساپ او میسنجر اوسمهال په نړۍ کې د پیغام استولو تر ټولو غوره کاریالونه ګڼل کیږي، خو اوس ګوګل اعلان کړی چې واټساپ ته د ماتې ورکولو په پار یې خپل نوی سروس وړاندې کړی.

ګوګل د پیغام استولو خپل نوی سروس (RCS) یا «شتمن مخابراتي خدمتونه» د خپل انډرایډ سیستم لرونکو مبایلونو لپاره وړاندې کړی چې د اوسمهال لپاره یې په انګلستان او فرانسه کې کار پېل کړی، چې په نورو هېوادونو کې به هم د استعمال لپاره د روان کال تر پایه وړاندې شي.

آر سي ایس په اصل کې د پيغام استولو (SMS) «د لنډ پیغام سروس» نوې بڼه ده خو په دې کې د کاروونکو لپاره نوې ځانګړتیاوې وړاندې شوې دي، چې د لوستلو رسید، د لوړ کیفیت نښلونه (attachment)، د ټایپنګ کتل (لکه په واټساپ یا میسنجر کې)، په ایچ ډي کیفیت عکسونه او ویډیو استول او ډلییز پيغامونه استول ممکن وي.

په عام ډول په SMS کې د یوه پیغام انګریزي ۱۶۰ الفاظ استول کیږي، همدا لامل و چې په بدل کې یې واټساپ ډیر مقبول شو، د ګوګل آر سي ایس کې به هم د الفاظو لیکلو محدودیت نه وي، چې څومره ستر پیغام وي استول یې ممکن دي، ددې د استعمال لپاره به د مبایل شمیرې ته اړتیا وي.

ددې سروس یوه ستونزه داده چې تر دې دمه معلومه نه ده کله به د انډرایډ کاروونکو لپاره په مبایل کې وړاندې شي خو له دې ستره ستونزه داده چې پیغامونه یې په بشپړ ډول محفوظ نه دي، خو بالعکس د واټساپ ټول پیغامونه محفوظ دي، آن چې فیسبوک اعلان کړی ددوی اړوند ټول کاریالونه به ډیر ژر په بشپړ ډول محفوظ شي.

RCS د راتلونکې نسل د پیغام استولو پروتوکول دی چې په ټوله نړۍ کې به ډير کاروونکي ولري او دا به سوکه سوکه د SMS استولو لړۍ بدیل شي، خو په دې کې به یو شمېر نوې ځانګړتیاوې موجودې وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د