ناټو: د افغان جګړې د پای شېبې نږدې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې د طالبانو او امریکا روانو خبرو ته خوشبيني ښودلې او زياته کړې يې ده، چې د افغانستان روانې جګړې د پای ته رسېدو شېبې ډېرې نږدې شوي دي.

نيکولاس کې په خپلې وروستۍ مرکه کې ويلي، چې طالبانو د سولې پروسه کې رغنده ګامونه اخيستي او د روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره يې له زړه هڅې پيل کړي او هيله يې ښکاره کړې، چې ناټو، افغان حکومت ا و طالبان د سولې  روانې پروسې له لارې يوې تلپاتې سولې ته رسېدونکي دي.

د ناټو ملکي استازي د روانې جګړې د پای ته رسېدو په اړه دا خوشبيني په داسې حال کې څرګنده کړې، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې روانو خبرو شپږ پړاوه تېر شوي او راتلونکو ورځو کې د روانو مذاکراتو اووم پړاو په قطر کې پيليږي.

طالبان او امریکا دواړه د مذاکراتو اووم پړاو ډېر مهم بولي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، امریکا ورسره منلې، چې خپل ټول پوځيان به له افغانستانه باسي او ورسره به دوی امریکا ته ضمانت ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا په شمول د هېچا پر ضد نه کارول کیږی.

سهيل شاهين زياته کړې، چې د امریکايي پوځيانو د وتلو مهالوېش له اعلان سره به بين الافغاني مذاکراتو ته هم زمينه برابره شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د