غزل؛ مجيب الرحمن وردګ

مجیب الرحمن وردګ

عشقه مور مې یې په غیږ کې دي للو یم
په سینه پوري مې ټینګ کړه په سلګو یم

ستا کافر کافر غمونه یم تړلی
یو بندي زه د باګرام ګوانتانامو یم

د فراق روژه دې سم د حشر ورځ ده
د وصال اختر ته تږی به تر څو یم؟

سپین مشال یمه رڼا ته مې راګوره
نن سبا دا ستا د کلي نه په تلو یم

دواړه سترګې مې راوباسه په ګوتو
که د ستا د مخ نه بل ته په کتو یم

د شیطان لښکرې ځکه رانه تاو دی
زه مسجود د ښکولو ښکولو پریښتو یم

د اقصی اسیر جوماته در روان یم
ستا له سر نه هسک آسمان ته په ختو یم

د یعقوب غوندې مې دواړه کسي سپین شول
منتظر عمر یوسف ته د راتلو یم

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د