نیوزیلنډ پر سویلي افریقا یو وار بیا د تېر نړیوال جام تاریخ تکرار کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ د نړیوال جام په ترڅ کې د نیوزیلنډ او سویلي افریقا کرېکټ لوبډلو ترمنځ په زړه پورې سیالۍ ترسره شوه چې په کې سویلي افریقا په وروستي اور کې ماتې وخوړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام ۲۵مه سیالۍ ترسره شوه چې په کې کین ویلیمسن په وروستي اور کې ۸ منډې په مسوولانه ډول په شپږیزې او څلوریزې وهلو سره بشپړې کړې او د تېر نړیوال جام تاریخ یې یو وار بیا تکرار کړ.

د ۲۰۱۵م تېر نړیوال جام چې په استرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره شو په نیمه پایلوبه کې د نیوزیلنډ او سویلي افریقا لوبډلې مخامخ شوې، د لوبې په وروستۍ شېبو کې نیوزیلنډ ته په ۲ توپونو د ۵ منډو اړتیا وه، ګرانټ ایلیټ توپوهنه او تکړه توپ اچونکي ډيل سټين توپ اچونه کوله چې ایلیټ پر سټين شپږیزه ووهله او په حیرانونکې ډول یې بریا خپله کړه.

همدغه ډول پېښه تېره ورځ د داړو لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام په ګروپي سیالۍ کې هم رامنځته شوه، په وروستۍ شېبو کې په حیرانونکې ډول د سویلي افریقا لوبغاړو کیچونه وغورځول، غلطه ډګر ساتنه یې وکړه او په وروستي اور کې یې د ۸ منډو دفاع ونشوه کړای چې ددوی لپاره زړه ماتوونکې وه.

په یاده سیالۍ کې لومړی سویلي افریقا توپوهنه وکړه چې د هاشم املا او وین ډر ډوسن د نیمه سلیزو په مرسته یې په ټاکلو «۴۹» اورونو کې نیوزیلنډ ته د «۲۴۳» منډو هدف وټاکه، په ځواب کې د کین ویلیمسن په زړه پورې سلیزې ټاکلی هدف درې توپونه وړاندې بشپړ کړ.

د یادونې ده چې تر دې دمه سویلي افریقا له افغانستان پرته له هرې لوبډلې ماتې خوړلې او اوسمهال په جدول کې په اتم مقام ځای لري، په دې لیست کې پاکستان په نهم او افغانستان په لسم نمبر دی.

د نیوزیلنډ او سویلي افریقا لوبې ویډیویي لنډيز:

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د