اردوګان: مرسي په قصدي ډول وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي په خپل مرګ نه دی مړ شوی، بلکې د مصر حکومت په قصدي ډول وژلی او له اسلامي هېوادونو يې غوښتي، چې د هغه د مړينې قضيه په شامله توګه وڅېړي.

ولسمشر په پلازمېنې انقره کې يوې ولسي غونډې ته وويل، چې محمد مرسي له بې هوښه کېدو وروسته شل دقيقې پر ځمکه پروت و، خو هېچا يې د پورته کولو او مرستې هڅه نه ده کړې او له همدې امله زه وايم، چې هغه مړ نه، بلکې وژل شوی دی.

د ترکيې ولسمشر زياته کړې، چې د مرسي د مړینې قضيه بايد همداسې پاتې نه شي او د اسلامي همکاريو سازمان بايد په دې اړه له مصري حکومت څخه څېړنې وکړي.

د مصر ګوښه شوی ولسمشر محمد مرسي د تېرې دوشنبې په ورځ د قاهرې په يوه محکمه کې د محاکمې پر مهال راپرېوت او هلته يې ساه ورکړه.

اخوان المسلمين ګوند، د بشري حقونو نړيوال کميسيون او ډېری کارپوهان وايي، چې محمد مرسي په خپل مرګ نه دی مړ، بلکې په تدريجي توګه وژل شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حکیمي
میلمه
حکیمي

په یو هیوادکې فوځ ترټولولوی قوت وي داسلامي نړۍ اکثره فوځونه دامریکا له خزانې تمویلیږی او دامریکا جاسوسان یې په را س کې ناست وي
هروخت چي امریکا وغواړي خپل پلان پرې عملی کولای شی
زما غوشتنه له طالبانو نه داده چي دامریکا یانو روزل شوې اردو په هیڅ صورت هم ونه مني او باید منحل یې کړي اوپه ځای یې خپل اسلامي جهادی قطعات وګوماري ددې اردو په شتون کې داسلامي نظام حاکمیت دخوب لیده دي که نه وی په اردوغان کودتا او د مظلوم محمد مرسي سرګذشت یې ښه مثالونه دي

Karwan
میلمه
Karwan

حکيمي صاحب، ډيره مننه غوښتنه مو بيخي پر ځاي ده.
په دغي ظاليمي او بيوفا اردو بايد چه هيځ وخت اعتبار ونشي. په درنښت کاروان